په شړکنده باران کې د توحید ملکوتي نارې: ایمان تازه کوونکې کیسه

حامد افغان

د یوه معاصر داعي ایمان تازه کوونکې کیسه

دا د یوه کویټي عالم او داعي کیسه ده ، د ده نوم: عبد الرحمن بن حمود السميط (15/10/1947ـ / 15 /8 2013) دی، ده ته مختلفو عربي، اسلامي او نړیوالو ټولنو دا لاندي القاب ورکړي دي:

د اسلامي دعوت خادم

یو سړی پوره امت

د افریقا د مسکینانو خادم

د خیر سفیر

د خیر لارښود

د افریقا پاچا

د وخت د داعیانو سرخیل

یو سړی پوره ټولنه

عبدالرحمن الفاتح

و لانزکي علی الله احد،

ده ته د اسلام د سترو خدمتونو په بدل کې د ملک فیصل انعام هم ورکړل شوی و چې 750 زره سعودي ریاله وو او دا پیسې یې د افریقایي ځوانانو په لوړو زده کړو لګولې وې ، د ده دعوت او خدمت ډګر افریقایي مسکین هیوادونه وو، د ده د ژوند په حالاتو او خدمتونو پوره کتاب لیکل کیدلی شي، خو د ژوند د ټولو خدمتونو او سترو دعوتي چارو پایله یې په یوه جمله کې ستاسو مخته ږدم او هغه دا چې د ده په اړه مختلفو مراجعو لیکلي چې د افریقا په قاره کې یې په 29 کلنه ستړې کوونکې دعوتي موده کې 11ملیونه کافران مسلمان کړي دي! .

د ده یوه عجیبه کیسه

د ده یو ملګری وایي د دعوت په لاره کې په هغه باندې بیخي عجیبه حالات او نادرې کیسې تیري شوې وې، هغه راته ویل زه له داسې کیسو سره مخامخ شوی یم که بیان یې کړم د خلکو عقلونه یې نه مني، د دعوت په لاره کې د شیخ عبدالرحمن السمیط رحمه الله یوه عجیبه کیسه داسې وه: دی وایي د افریقا په یوه لیري پرته سیمه کې یوه ځای ته ورسیدلو هلته د یوه لوی نهر هاخوا یو ستر کلی پروت و او هغوی ته اسلام نه و رسیدلی، ما ملګرو ته وویل چې دې کلي ته ورځو دوی راته وویل هلته ورتګ ناشونی ده ځکه په دې نهر کې خورا زیاتې تمساح ګانې دي او له وېري یې په دې نهر هیڅوک نه شي پوري وتلی.

ما ورته وویل: خامخا ورځو، کشتۍ مو پیدا کړه په نهر ور ګډ شوو شاوخوا مو په اوبو کې تمساح ګاني لیدلې خو الحمدلله له نهره روغ پوریوتلو، هلته د کلي خلک ډلې ډلې مخته راووتل او موږ ته هک حیران وو چې په نهر څنګه راپوري وتلئ؟! موږ ورته وویل: موږ د الله د دین خدمت کوو او هغه زموږ مرسته کوي، هغو خلکو ته مو اسلام تشریح کړ او د اسلام دعوت مو ورکړ.

خو د هغه کلي ملک راته وویل: موږ په یوه شرط اسلام منو او هغه دا چې دا ډېر کلونه زموږ په سیمه باران نه ده شوی تاسو ستاسو الله ته دعا وکړئ چې باران وکړي که دا کار وشو موږ اسلام منو، شیخ عبدالرحمن السمیط وایي: خپلو ملګرو ته مې وویل چې راځئ د استسقا لمونځ کوو، ملک ته مې وویل د خپل کلي نر او ښځئې، واړه او زاړه ټول راوباسه، هغوی ټول راغلو د استسقا په لمانځه ودریدم په سجده کې مې الله ته ژړا او زارۍ پیل کړې او په ډېره عاجزي مې وویل: یا رب لا تخذل دین عبد الرحمن بذنب عبد الرحمن. ( ای څښتنه! د عبدالرحمن په ګناه د عبدالرحمن دین مه شرموه) دی وایي: په لمانځه کې په سجده کې مې د اسمان غورا او تالنده واوریدله چې سلام مو اړاوه باران پیل شو، او د شړکنده باران او تالندې له غورا سره د کلیوالو له خولو نه د توحید د ملکوتي کړیکو شور هم ملګری شو او ټول کلی مسلمان شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close