په عراق او سوريه کې د دولتي پوځونو پرمختګ به په افغانستان کې د داعش زوال شي

« تبصره »

تېره اونۍ نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړل ، چې د دولتي ځواکونو او په عراق کې د داعش د جګړه مارو وسلوالو ترمنځ د رمادي ښار په شاوخواکې سختې جګړې روانې دي، په لومړيو کې د رمادي ښار ته ورغلي تولې لارې يې د داعش وسله ولو له ماينونو ډکې کړي وې؛ خو بيا هم په عراقي دولتي ځوکونو په دې وتوانيدل ، چې ښارته داخل شي . پوره يوه اونۍ تر سختې جګړې وروسته د عراق دولتي ځواکونو رمادي ښار د داعش د جګړه مارې ډلې څخه ونيوه او ټول هغه زندانيا چې داعش په يوه او بله نامه ښولې وو، رمادي ښارته په ورداخيلدو له زندانه خلاص کړل شول.

د عراق د دافاع وزارت له رمادي ښار څخه د داعش د ايستلو په اړه ويلي ، چې نور داعش په عراق کې پښې نشي ټينګولی. د عراق رمادي تر نيولو وروسته په سوريه کې هم دولتي ځواکونو داعش د زوال سره مخ کړ. د سوريې دولتي ځواکونو په خپلو پرلپسې بريدونو سره د داعش له جګړه مارې ډلې څخه په لاذقيه ولايت کې د ربيعه ښار په بشپړه توګه ونيوه.  اوس د سوريې دولتي ځواکونه د داعش په پټنځايونو پسې ګرځي او غواړي داعش په بشپړه توګه له سوريې وباسي.  د سوريې ځواکونه وايي، چې دوی به داعش د روسيې دهوايي ځواکونو د بمباريو په ګټه اخيستنه د ربيعه ښار نيولی دی او کېدای شي د وخت په تېريدو سره نورې سېمې هم له داعش ډلې څخه ونيسي .

د عراق له رمادي ښاره د مخه چې د عراق ځواکونو له داعش څخه  نيولي نه و، داعش ډلې تبليغات خپرول چې د تر عراق او سوريې وروسته به د جګړې تمرکز په افغانستان کې وي د افغانستان ختيځه برخه به په خپل واک کې راولي ، چې دوه مياشتې د مخه د ننګرهار په تور غر کې ناڅرګندو الوتکو د داعش وسلوال پلی کړي وو او د ننګرهار په چپرهار او خوږياڼو ولسواليو کې د نفوذ په پراختيا تورې بوړې ته نږدې شوي وو.

که څه هم د ننګرهار په چپرهار او هسکه مينه بيا ورپسې په اچين ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه څه د دولت لخوا بمبار شول او څه طالبانو ترې ونيول چې په ټوله کې هغه خوبونه چې داعشي پوځي جګړه مارو تر عراق او سوريې وروسته په افغانستان کې ليدلي وو تعبيرونه يې ناسم راووتل.

د منځنۍ اسيا د سياسي چارو کارپوهان په دې نظر دی ، چې په عراق او سوريه کې د دولتي ځواکونو پر مختګ داعش په افغانستان کې د زوال سره مخ کړ . دوی په عراق اوسوريه کې لويې سيمې او ښارونه له لاسه ورکړل ؛ ځکه خو نور په افغانستان کې په پخوانۍ بڼه سر نشي راپورته کولای. بله لويه وجه يې دا ده: کوم عمل چې د افغان ولس د عقيدې او کلتور سره سمون ونه لري، افغانان هېڅ وخت ورسره اوږه نه وړي .

د افغانستان په ختيځو ولايتونوکې چې داعش ډلې کوم سلوک په څو ولسواليو کې وکړ د ولس مخالفت يې هم په زوال کې مرسته وکړه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close