په عراق کې دماليي وزیر وتښتول شو

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: انصار

دعراق امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د بغداد په پلازمینه کې د ماليي وزیر عبدالکریم وسلوالو تښتولی، او نا څرګندلوري ته يې له ځانه سره بېولی دی.
د عراقي چارواکو په وینا عبدالکریم د مالیې وزارت ترڅنګ د انصاف د وزارت د مرستال دنده هم ترسره کوله.
عراقي امنیتي مسئولینو ویلي چې وسلوالو د عبدالکریم ډریور ژوبل کړ او وزیر یې تښتولی دی.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند ډګرمن سعدامان ویلي چې وسلوالو د عبدالکریم یو ساتونکی هم تښتولی ؤ، خو هغه یې بېرته خوشي کړی دی، او عبدالکریم لاتر اوسه له وسلوالو سره بندي دی.
د یادونې وړ ده چې وسلوالو څلور ورځې مخکې د عراق په صدر ښار کې د یوې ترکي کمپنۍ یوولس تنه کار کوونکي له ځانه سره تښتويی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close