په عراق کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړای شو

کابل ټکی کام (یکشنبه ۰۴ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
المیادین خبري اژانس خبر ور کړی دی چې په عراق کې د عربستان د سفیر ثامر السهبان د احضار کولو تر څنګ د هغه په څرګندونو اعتراض وکړ.
ده د ثامر السبهان د څرګندونو په اړه وویل چې د ده څرګندونې ناسمې، مداخله کوونکې او د ده رول یې د ديپلوماتیکو اصولو خلاف وبللو.
نوموړی له دې څخه مخکې د عربستان د پوځ یو جګپوړی افسر وو.
ثامر السبهان په یوه مرکه کې د عراق الانبار ته د شیعه ځواکونو د ننوتلو په اړه ویلي وو چې دا ځواکونه په خلکو کې ځای نه لري، چې د عراق د پارلمان غوسه یې را وپاروله او له الصدر کمیسون څخه یې غوښتي تر څو نوموړی د یادو څرګندونو له کبله له عراق څخه وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close