په غلام خان بندر د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد پيل شو

وړمه ورځ د خوست چارواکو ويلي و چې غلام خان بندر لاره نه ده پرانيستل شوې

راپورتاژ: الماس خدرخېل —— څو ورځې مخکې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د غلام خان بندر لاره له څلورو کلونو وروسته يو ځل بيا د هر ډول سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه.

د قبايلي سيمو د مرستيال وياند عبدالسلام وزير وويل، د غلام خان بندر لاره په ازمايښتي ډول پرانيستل شوې او په مالونو بار درې لارۍ افغانستان ته اوښتي دي.

خو د خوست د والي مرستيال شېرباد شاه اورګوني د رسنيو راپورونه رد کړل او ويې ويل چې لا هم دغه لاره تړلې او په مالونو بار کومه لارۍ خوست ته نه ده اوښتې.

شېربادشاه وويل، چې د دغې لارې له پرانيستلو سره ستونزه نه لري خو د کابل امر ته انتظار باسي.

تازه د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي ويلي، چې د غلام خان بندر لاره بشپړه پرانيستل شوې ده.

نوموړی وايي، د دې لارې د پرانيستل کېدو په لومړيو کې يو څه ستونزې رامنځته شوې وې خو اوس هغه ستونزې حل شوي او سوداګر کولی شي له دې لارې خپل مالونه ولېږدوي.

د الکوزي په خبره، غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته ستر اقتصادي اهميت لري په وينا يې چې دواړو لوريو په دې هوکړه کړې چې په اوونۍ کې به څلور ورځې له پاکستان څخه او دوه ورځې له افغانستان څخه سوداګريز موټر تګ راتګ کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت درې مهمې لارې تورخم، چمن او غلام خان بندر دي چې تر ټولو زياته سوداګري په تورخم کېږي خو سوداګر وايي چې غلام خان بندر تجارتي ښار کراچۍ ته تر ټولو لارو لنډه ده او په پرانستل کېدو سره يې د سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتيا رامنځته شي.

د غلام خان بندر لاره شاوخوا درې نيم کاله مخکې د پاکستان له لوري په سيمه کې د پوځي عملياتو له پيل سره تړل شوې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close