په غني خیلو کې د اشرف غني د خرپ وینا او د ترپ تیښته

ډاکټر یوسف اکبري—

وایې د نر یا خرپ وی او یا ترپ، تیره ورځ اشرف غني د دې لپاره غني خیلو ولسوالۍ ته په خرپ سره سر ورښکاره کړ، څو د غني خیلو د خلکو د هغو سرښندنو چې د داعش په وړاندې یې د قیام پر مهال وکړې امتیازات یې وتروړي، دا انګیزه د اشرف غني د وینا څخه خلکو ته معلومه شوه چې په ډیر جذباتي ډول یې وویل چې زه د افغانستان خلکو ته وایم چې ټول راشئ او د شینوارو امنیت د سر په سترګو وګورئ، حال دا چې د ننګرهار خلک ټول په دې حقیقت پوه دي چې که دولت په دغه سیمه کې ټکولای شوای نو دا لس کاله به یې ټکولی وای، د داعش د له مینځه وړلو لامل د شینوارو د قومونو قیام و نه د حکومت توره، بلکې برعکس حکومت خو پر داعشیانو باندی د برید پر بهانه د داعشیانو ځالو ته خوراکي او غیر خوراکی مرستې ور رسولې، د شینوارو خلکو په خپلو سترګو لیدلي چې کله به هم طالبانو پر داعشیانو برید وکړ نو حکومتی او امریکایی ځواکونو به طالبان له هوا او ځمکې له لارې تر برید لاندی نیول، خو نن چې د شینوارو قومونو داعشیان په شا کړل نو اشرف غواړی د خلکو په سترګو کې خاورې واچوی او د داعشیانو شکست د خپل حکومت افتخار وګرځوي.

بله خبره داده چې اشرف غنی په خپله وینا کې پر طالبانو نیوکه وکړه چې دوی دې د مسکو پر ځای په مکه کې ورسره مذاکراتو کینې، خو که له اشرف غني څخه پوښتنه وشي چې د  طالبانو حکومت خو د مکې له خوا په رسمیت پیژندل شوی حکومت و بیا ولې ستا بادارانو ستاسی په ملاتړ دغه حکومت نسکور کړ، او ولې ته د داسې یوه حکومت مشري کوې چې د مکې لخوا پخوا پیژندل شوی حکومت یې نسکور کړی او په لسګونو زره طالبان یې تر خاورو لاندې کړی؟

د اشرف غنی بله د خندا وړ خبره دا وه چې د خپلو خپرو په ترڅ کې یې وویل چې مکه خوږه ده او که مسکو؟

نو پوښتنه داده چې اشرف غني ته خو نه مکه خوږه ده او نه مسکو، بلکې اشرف غني ته واشنګټن خوږ دی، ځکه چې که اشرف غني ته رښتیا هم مکه خوږه وای نو د واشنګټن او بیروت پر ځای به یې د مکې په پوهنتون کې زده کړې کړې وای، او نن به یې لور مریم غني چې په واشنګټن کې د فلمونو په یوه شرکت کې کار کار نه کاوه او نیمه بربنډه به نه ګرځیده، بلکې د مکې نه به متأثره وه په حجاب کې به ګرځیده او په کوم دیني کار کې به مصروفه وه. نو آیا اشرف غني په خپله دې ادعا کې ریښتونی دی او که درواغجن چې وایی مکه خوږه ده که مسکو؟ خو معلومه خبره ده چې دا ډول خبرې د خلکو د تیرویستلو لپاره کوي او فکر کوي چې د افغانستان خلک نه پوهیږي حال دا چې د افغانستان خلک د اشرف غنی په څیر خلکو ته د یوه عاقل په څیر هم نه ګوري.

بله خبره داده چې د دې د متل په مصداق چې وایی: دروغګو حافظه ندار اشرف غنی تیره کال هم د شینوارو له قومی مشرانو سره په کتنه کې وعده کړې وه چې د هر هغه چا کورونه چې د داعشیانو سره په جګړو کې له مینځه تللی دی بیا ورغاوي، او اوس یې د شینوارو د تیرویستلو لپاره یو ځل بیا دغه درواغجنه وعده تکرار کړه، نو خلکو غوښتل چې په دې اړه خپل شکایتونه له اشرف غني سره شریک کړي، خو دا چې اشرف غني په دې پوهیدو چې د دروغو پُف یې بیا تکرار کړ نو په ډیر مکارانه ډول په ناڅاپې توګه له غونډې  ووت او په ترپ سره وتښتید.

نو شینوارو پخوا پر اشرف غني د ترپ شک درلود خو اوس یقیني شول چې سړی د درواغو بوجۍ ده او خپله مشری په خرپ او ترپ سره پر مخ بیایي چې د شرم وړ عمل دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close