په غور کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې

کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د غور ولایت څخه په ترلاسه شویوو خبرونو کې ویل شوي دي چې طالبانو د دغه ولایت د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی دی، چې به نتیجه کې یې ۸تنه پولیس وژلي او ۷تنه نور ټپيان دي.

د غور امنیه قمندان وايي چې یاده نښته هغه مهال را منځته شوه چې طالبانو په دولت یار ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ.
د ده له قوله چې په دغه برید کې ۸تنه طالب وسلوالو وژل شوي دي.

خو طالبانو د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close