په فاریاب کې د لاریونونو پیل او د جنرال دوستم ګواښ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۱۲)

وروسته تر هغه چې په فاریاب کې جنرال دوستم ته نږدې قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري د کومانډوځواکونو له خوا ونیول شو او درۍ ساتونکي یې ځای پرځای ووژل شول، په دې ولایت کې پراخ لاریونونه پیل شوي .
د لاریونوالو یوه ډله چې تیره شپه راوتلي و، ګواښ کړی، چې که نیول شوی قوماندان همدا نن راخوشی نه شي، دوی به د ولایت او د قول اردو دروازې وتړي.

اوسمهال سلګونه لاریونوال مرکز میمنې ښار ته راوتلي او د دولت پرضد شعارونه ورکوي.
له بل پلوه د کمانډو ځواکونو او د دوستم د کسانو د شخړې له امله دواړو لوریو ته د ۱۰ امنیتي کسانو د وژل کیدو او ګڼو نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شو.
په یوبل خبر کې ویل شوي چې د یادې جګړې له امله د میمنې پرښار بریښنا هم پرې شوې، ځایي خلک وایي، کومانډوځواکونو په لوی لاس د بریښنا مزي پرې کړي.

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د خپلو قوماندان په نیولو خواشیني ښوودلې او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو نوموړی د ناسمو مالوماتو له امله نیول شوی دی .

نوموړي پر دولت غږ کړی چې هرڅومره ژر باید یاد قوماندان خوشې او د راتلونکو بوږنونکو پیښو مخه ونیسي.

دوستم ګواښ کړی چې که کومانډوځواکونه نوموړی قوماندان ژر خوشې نه کړي په فاریاب کې به د دولت ټول پروګرامونه معطل او راتلونکې ټاکنې به هم له جدي ننګونو سره مخ شي.

باید وویل شي چې د نن شپې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د نظام قیصاري د پلویانو او کمانډو ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله او د الوتکو بمباري روانه وه، خو بیرته په وقفیې شکل ودریده، الوتکو هم بمبارۍ درولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close