په فاریاب کې ۲۴ تنه دوستمي ملېشې وژل شوي

کابل ټکی کام ۰۷ وږي ۱۳۹۴

راپور فرید احمد

د فاریاب ولایت امنیتي مسؤلین وایي، چې ۲۴ تنه اربکي پولیس د دغه ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سیمه کې وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال بریالی بشریار پرواني رسنیو ته ویلي دي چې دا خپل سري وسله وال چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکي و، په ۲۷ د آګست وژل شوي دي.

دا وسله واله ملېشه په داسې وخت کې وژل کېږي چې د ولسمشر د لمړي مرستیال خپل سره ملېشو په یاده ولسوالۍ کې په ولسي وګړو سخت ظلمونه وکړل او دا اعلان يې وکړ چې یاده ولسوالي یې له طالبانو ونیوله.

د شرین تګاب ولسوالۍ سرپرست ولسوال سید لقمان ګهریک رسنیو ته ویلي دي، د استانه بابا ستراتيژیک کلی تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغی او د همدې ورځې په ناوخته دغه سیمه بیا د طالبانو لخوا ونیول شوه.

ښاغلي لقمان زیاته کړه چې طالبان سخته جګړه کوي، نه خو دوستمي ملېشه او نه هم دولتي ځواکونه د طالبانو مقابله کولای شي.

 

نوموړي وایي، دا دوستمي وسله وال د قومندان فیاض پر مشرې بې له دې چې امنتیي ځواکونو سره همغږي وکړي؛ د دوستم په خاص او پټ امر د طالبانو د ځپلو لپاره سیمې ته ولاړل او اسیران شول او بیا د هغوی لخوا ووژل شول.

نوموړی وايي، چې د استانه بابا په کلي کې مېشتو ځواکونو په نامعلوم دلیل بې له کومې نښتې دغه سیمه پرېښودله.

د امنیت امر سمونوال یوې سرچينې ته ویلي دي چې محلي مخابرو کې طالبانو یوازې دا پرپاګنډا کړې وه چې په سیمه کې به پراخ عملیات شروع کوي چې ددې خبر په اورېدلو سره له یادې سیمې ټول امنیتي ځواکونه تښتېدلي و، چې وروسته د دوستم په امر د دوستم خاصه ملېشه ورغله او هلته له جنګ شروع کولو مخکې ووژل شول.

د فاریاب د ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر وايي، چې دغې سیمې پرون ورځ د خپل منځي او سیمه ییزو ستونزو او ننکونو له امله سقوط وکړ.

په ورته وخت کې یو امنیتي سرچېنې د نوم نه اخیستلو په شرط زمونو همکار ته وویل، دوستمي وسله وال چې شمېر یې له سلو اوښت، د قومندان فیاض په مشرۍ د استانه بابا سیمې د بېرته نیونې لپاره تللي وو.

دی وایي، کله چې دغه قومندان دغه سیمې ته داخلېدلو؛ د کلیوالو لخوا طالبانو ته خبر ورکړل شو او طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې ټول دغه کسان اسیران کړل.

سرچینه وايي، چې د پاڅون کوونکو قومندان له ۱۲ پاڅون کوونکو سره راخلاص شوی۲۴  دوستمي وسله وال وژل شوي او پاتې نور یې نادرکه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close