په فراه او بادغیس کې پر دوو پوستو چاپې لویدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۷)

راپورونه وایي چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې پر یوه پوسته چاپه وهلې او ټول پرسونل یې  له ځانه سره وړي دي.
چاپه د ولایت  څنډې ته  د ‘چارباغ‘ په سیمه کې وهل شوې چې د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په پیښه کې دپوستې د قوماندان جمعه ګل په ګډون شپږ(۶) تنه عسکر ژوندي نیول شوي او ۶ میله وسلې اوګڼ مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ اړوند د مورچاق په سیمه کې هم یوه پوسته باندې شپنۍ چاپه وهلې.
سرچینې وایي، برید د پوستې له منځه د نفوذي عسکر په توسط تر سره شوی.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې چې د یوه ځانګړي تړون له مخې یې یوه دفاعي پوسته نیولې اوپکې میشت ۳ تنه عسکر ژوندي اسیران کړي دي.

باید وویل شي چې د دولت پلوه وسلوالو تر شپنیو چاپو وروسته “چې په کې تر ډیره ملکیان زیان ویني“ اوس طالبانو هم په متقابل غبرګون لاس پورې کړی او د دولتي ځواکونو پر مستحکمو مراکزو د شپنیو چاپو د وهلو لړۍ یې پیل کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close