په فراه او ميدان وردګ کې ښوونځي او مدرسه بمبار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) وړمه ورځ د ميدان وردګ ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو الوتکو په يوه مسلکي ليسه هوايي بريد کړی چې نږدې زياته برخه يې نړولې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په بريد کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو “زيولات د کرهڼې مسلکي ليسه” زيانمنه شوې او پر زده کوونکو يې بد تاثير کړی دی.

دغه راز تازه راپورونه ورکول شوي چې تېره شپه هوايي ځواکونو د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې په يوه ښوونځي او مدرسه بمبار کړی چې دواړه يې له يوې مخې ويجاړ کړي دي.

پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د تونسک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، الوتکو د “امام اعظم ابو حنیفه” په نوم هغه ابتدائيه ښونځی په نښه کړی چې سلګونه ماشومانو به دیني او عصري زده کړي پکې کولې.

په ټولنيزو رسنيو فسبوک او ټويټر کې په جلريز او فراه رود کې د ويجاړو شويو ښوونځيو انځورونه خپاره شوي چې ښکاري د قران کريمونو په ګډون پکې ډيری کتابونه تر خاورو لاندې دي.

تر دې مخکې ځينې راپورونه ورکول شوي و چې طالبانو د لوګر ولايت په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي دي.

سياسي کارپوه نظر محمد مطئن په خپله فسبوک پاڼه ليکي: ” یوه ډله یې د زده کوونکو پر مخ دروازې تړې، بله ډله یې بمباردوي.لوګر او میدان وردک”.

خو د مطمئن پوسټ ته د تاند لوګروال په نوم يوه فسبوکي فعال ليکلي چې طالبانو د ولس په غوښتنه ياد ښوونځي تړلي.

د لوګروال په وينا، (کله چې د لوګر بابوس سیمه کې په ملکي کور بمبار وشو او ټول عام وګړی ورکې شهیدان شول، ولس ډیری هلې ځلې وکړې چې که حکومت یې غږ واوري خو چا یې غږ وانه ورید، ولس د سيمې له طالبانو غوښتنه وکړه چې تاسې مکتبونه بند کړۍ چې د حکومت توجه لږ راواوړې، مونږ به یې د خلاصون په شرائطو کې د عملیاتو د بندیدو خبره ورته وکړو،بیا طالبانو ځينې ښوونځي وتړل”.

تر اوسه طالبانو په لوګر کې له خپل لوري د ښوونځيو تړل کېدل نه دي تاييد کړي.

څو کاله مخکې هم د لوګر ولايت په ځينو سيمو کې د هوايي بمباريو او شپنيو چاپو په غبرګون کې خلکو د سيمې ښوونځي تړلي و.

ليکوال او شناند خيرالله شينواری په خپله فسبوک پاڼه ليکي: “د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ مسلکي ليسه امريکايي بشردوستانو داسې لږ بمبار کړې. خیاطانو غږ درځي؟؟ که دا ښوونځی نه دی؟؟.”

تر اوسه د يادو ښوونځيو د بمباريو په اړه چارواکو تبصره نه ده کړې.

تېر کال هم د امريکا هوايي ځواکونو د کندوز ښار اړوند د خواجه مشهد په سيمه کې پر يوه ښوونځي بمبار وکړ چې له کبله يې ښوونځی او سيمې ته نږدې يو شمير کورونه او دوکانونه ویجاړ شول او درې کوچنيان پکې ټپيان شوي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close