په فراه ولایت کې پولیسو د یوې رادیو مسئول ډبولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د فراه ولایت د عروج رادیو مسئول ابراهیم پرهار ددغه ولایت د پولیسو لخوا وهل شوی دی.

ابراهیم پرهار رسنیو ته ویلي، چې تیره ورځ د خپلې رادیو دفتر په لوري روان و چې د پولیسو لخوا ودرول شو او له یوې لفظي شخړې وروسته یې ډبولی دی.

پرهار ویلي،د فراه د ښار درېيمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پولیسو ودرولم« پولیسو ته مې  پیژند پاڼه او د دندې کارت ورښکاره کړ خو بیا یې هم زما موټر درولی و، ورته مې وویل، د رادیو د خبرونو جوړولو وخت مې دی، بیړه وکړۍ! ناڅاپي یوه پولیس راباندې ګوذارونه وکړل او زه یې په رینجر موټر کې واچولم او دویمې امنیتي حوزې ته یې ویوړم.»

پرهار ویلي، چې تر دې پیښې وروسته پولیس  دویمې امنیتي حوزې ته لیږدولی او هلته یې یو ځل بیا وهلی ډبولی دی.

د یادونې وړ ده چې اوس پرهار د فراه ولایت په مرکزي روغتون کې تر تداوۍ لاندې نیول شوی، پرهار  ورغلیو خبریالانو ته ویلي، چې د ده قضیه دې د چارواکو او ازادو ژورنالیستانو لخوا په جدي توګه تعقیب شي.

د فراه ولایت چارواکو دافغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته ویلي، چې په دې اړه به جدي اقدام وکړي او د پيښې عامیلین به ونیسي او د هیواد عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې وسپاري.

 د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ددې پيښې په اړه د پولیسو لخوا د پرهار  ډبونه په کلکو ټکو غندلې او د فراه ولایت له چارواکو یې غوښتنه کړې چې ددې پيښې په اړه جدي اقدام وکړي او د پيښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادې کمیټې مسئولینو ویلي، چې دغه قضیه به تر نهايي کیدو پور ې وڅاري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close