په لاس بند (کيمرې)  هم انزورونه اخيستلی شۍ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل

د ايپل کمپنۍ يو نوی لاسبند جوړ کړی ، چې دوه کيمرې لري. د دې نوي جوړ شوي لاس بند يوه کيمره ۲ دوه مېګا پيکسله ده، چې سیلفي پرې اخيستلی شۍ.

بل لور ته يوه بله کيمره لري، چې ۸ مېګا پيکسله ده او هرطرف ته يې چې سترګه واړوې په ښه کوالټۍ سره انزورونه اخلي.

د دې نوې کيمرې لاس بند بيه هم لوړه ده، چې آن تر ۱۹۹ ډالره پورې يې اخيستلی شۍ.

که څوک غواړي، چې د ژوند ښې شېبې په انزورونو کې ثبت کړي، نو له جيب نه د مبايل د راويستلو به خلاص وي، همدا لاس بند به مو د انزورونو په اخيستلو کې درسره مرسته وکړي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close