په لوګر او بامیانو کې د افغان عسکرو د ۳چورلکو په را لوېدو ټول سپاره عسکر پکې ووژل شول

کابل ټکی کام ۲۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
نن غرمه ۲بجې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ له مرکز سره څېرمه د افغان عسکرو دوه هلیکوپټرې را ولوېدې، چې پکې ناست ټول عسکر ووژل شول.
ویل کیږي چې یادې دوه جنګي هليکوپټرې سیمې ته د جګړې لپاره راغلې وې، چې د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغلې، او یوه یې د ولسوالۍ پر ودانۍ او بله یې له ولسوالۍ بهر راپرېوتې.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وايي چې یادې دوه هلیکوپټرې په داسې حال کې رانسکورې کړل شوې چې د خروار ولسوالۍ مرکز د طالب جنګیالیو لخوا له ۶ ورځو را پدېخوا محاصره وه، افغان عسکرو غوښتل چې د طالب جنګیالیو مرکزونه بمبار کړي.
مجاهد رسنیو ته د بامیانو ولایت د مرکز او د یکاولنګ ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې د افغان عسکرو د یوې بلې هلیکوپټرې د راغورځېدو خبر هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په کابل کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپټر هم د وسلوالو طالبانو لخوا را وغورځول شوه چې  پکې ۱۰تنه بهرني ځواکونه ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close