په لوګر کې د یوې راډيو مسئول مدیر وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) زرغون خوږیاڼی

په لوګر ولایت کې ناپیژاندو وسله والو په ډزو سره د یوې سیمه اییزې راډيو مسئول مدیر وژلی دی.

 مسئول مدیر قاضي محمد نصیر مدثر له دفتره د خپل کور په لوري روان و، چې د ناپيژاندو وسله والو لخوا پرې ډزې شوي او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ویلي، چې نن ماښام د «ملي پیغام» په نوم د یوې سیمه اییزې راډیو مسئول مدیر قاضي محمد نصیر مدثر د محمداغی ولسوالۍ په کتب خیلو سیمه کې له نا پيژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

ویاند زیاتوي، چې وسله له سیمې نه په تیښته بریالي شوي دي.

د صالح په وینا په سیمه کې د برید کوونکو په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د محمد نصیر زوی زبیر الهام چې په یاده رادیو کې خبریال دی ویلي، چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې ولې یې وسله والو پلار وژلی.

ویل کیږي چې یاده راډيو د محمداغی ولسوالۍ په بیني شرفګان سیمه کې موقعیت لري او له ۱۲ کلونو راهیسې فعالیت کوي، چې تر دې وړاندې پرې دوه ځله بهرنیو ځواکونو هم چاپې اچولي او دوه ځل پرې وسله وال بریدونه هم شوي دي.

د یاد برید مسئولیت چا نه دی منلی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close