په مالیزیا کې د (كوتا كينابالو) جومات

په مالیزیا کې د (كوتا كينابالو) جومات

په مالیزیا کې د هرې نګاه په زړه پورې او ښکلې جوماتونه شته چې په لیدلو یې انسان دیته اړ کوي چې یوځل پکې خپل لوې رب العزت سر په سجده کړي . په مالیزیا کي د یاد جومات پیژنګلوي کوو چې دا ښکلی جومات د (کوتا کینابالو ) په ښار کې دی .

  • د جومات نقشه په کال 1989 کې تیاره شوه او په کال 1992 کې یې تهدابونه جوړ او په کال 1994 کې سرته ورسیده، په کال 2000 کې یې رسمي پرانسته وشوه.
  • د جومات په جوړونه باندې 34 ملیون مالیزیایی رینګیت مصرف شوې.
  • دغه جومات په 6 هکتاره زمکه باندې د یوه مصنوعي سمندرګي په منځ کې جوړ شوی دی.
  • دا جومات په یو وخت کې د 12000 دو لس زرو لمونځ کوونکو لپاره کافي دی.
  • ددې مسجد تر سیوري لاندې دری مدرسې هم شته چې علماء کرام پکې په دینې زدکړو پوخت دي.
  • دا جومات چې د يوه مصنوعي سمندرګۍ په منځ کې دی د ماهیانو د تربیت کار ترې هم اخستل کیږي.
  • یاد جومات څلور منارې او دوه شنې کنبدې لري چې یوه یی وړه اوبله یې لویه ده دغه کنبې دمسجد نبوي صلی الله علیه وسلم د کنبدو سره په جوړښت کې ورته والی لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close