په متحده عربي اماراتو کې د بودایانو لپاره معبد پرانیستل شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) زرغون خوږیاڼی

په متحده عربي امارتو کې د بودایانو لپاره معبد پرانیستل شو، ویل کیږي چې د بودایانو لپاره دغه معبد د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې په رسمي توګه پرانستل شوی دی.

د «الحر القلم» خبري سرچینې لیکلي، چې د بودايي دین د پیروانو لپاره د دغه عبادت ځای په پرانسته کې د عربي اماراتو چارواکي او حکومتي مشران هم شامل وو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شويو انځورونو کې لیدل کیږي، چې بودایان د معبد چارچاپیره لاس په نامه ولاړ دي او د سیمې عربي چارواکی ورسره د عبادت مراسم پر ځای کوي.

  د فیسبوک عربي فعالین هم د یاد معبد پرانیستل تائيدوي او د عربي چارواکو دغه کار یې په کلکو ټکو غندلی، ددوی په وینا اوس په عربي نړۍ کې دوزخ جوړ شو او نږدې ده چې د متحده عربي اماراتو ټول چارواکي وروغورځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې د مسلمانانو د اوسیدلو ځای ورک دی، د برما مسلمانانو ته ژوند کولو حق نه ورکول کیږي او په ډله اییزه توګه یې وژنه روانه ده، چې د مسلمانو ملکونو حاکمان یې په اړه غږ هم نه کوي؛ خو بلخوا همدې مسلمان وژونکو بودایانو ته د مذهب د ازادۍ تر عنوان لاندې بیا د مسلمانانو په ملکونو کې معبدونه اوکلیساګانې جوړیږي.

عربي ملکونه چې تر ډیره ورته مسلمانان په تقدس قایل دي او مظلوم مسلمانان ترې د لاسنیوي اومدد هیله کوي، د برما مسلمانې خویندې د بودایانو په زندانونو کې ورته سترګې په لار دي؛ خو د غرب په عیاشیو بوخت عربي ربړي چلتار وهونکي شیخان بیا د مسلمانانو په حال ځان نه خبروي او برعکس مسلمان دښمنه کړیو سره د وخت عیش اونوش کوي او لا ورته د بربریت او لادینۍ موقعه ورکوي.

 بودایانو په برما کې په مسلمانو ښځو باندې ډله اییز جنسي تیري وکړل، له ۳۰ کلنۍ وړاندې د واده اجازه نه ورکوي تر څو بودايي درنده ګان یې له ځورولو خوند واخلي او بالاخره دا دی اوس یې تابعیت هم ورځينې واخیست او په خپل هیواد کې د اوسیدلو حق هم نه ورکول کیږي.

هلته بیا د مسلمان لپاره د مذهب ازادي نشته، په اذانونو یې کلک بندیز لګولی او حتی په کور کې د لمانځه اجازه نه ورکول کیږي او که څوک په لمونځ او یا بل اسلامي عمل ولیدل شو، نو په عام محضر کې یې عزت لوټ کیږي او بلاخره یې په مرګ محکومه وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close