په مديترانې سمندر کې له زرو زيات کډوال غرق شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د کډوالو نړيواله اداره وايي، د روان کال له پيل راهيسې تر دې دمه له زرو زيات کډوال د مديترانې په سمندر کې غرق شوي دي.

د دغه ادارې مسئولين وايي، يادو کسانو غوښتل چې د سمندر له لارې له ليبيا څخه اروپا ته واوړي خو په مديترانې سمندر کې يې کښتې غرقې شوي او سلګونه کسانو پکې ژوند له لاسه روکړی دی.

د کډوالو نړيوالې ادارې يوه غړي عثمان بیلباسي رسنيو ته ويلي، د ليبيا په سمندر کې د غرقېدونکو مهاجرينو په مرګ ژوبله کې د حيرانتيا وړ زياتوالی راغلی دی.

نوموړي وويل، په تېرو څو ورځو کې ۲۰۴ مهاجرين چې غوښتل يې په قاچاقي توګه اروپا ته واوړي په سمندر کې غرق شوي دي.

هغه وايي، انساني قاچاقبران د اروپايي هېوادونو له هغې پریکړې ګټه اخلي چې ښايي دغه لارې د مهاجرينو پر مخ وتړل شي نو ځکه اروپا ته د مهاجرينو د اوښتلو په هڅو کې زياتوالی راغلی دی.

له تېرو شاوخوا درې کلونو راهيسې په قاچاقي لارو اروپا ته د کډوالو په تګ کې زياتوالی راغلی چې له کبله يې زرګونه کډوال په مديترانې سمندر کې غرق شوي چې په دوی کې زياتره افغانان هم شامل دي.

د افغانستان په ګډون، د عراق، سوريې او پاکستان وګړي په خپل هېواد کې د بېکارۍ، نا امنۍ او فقر له کبله په دې امید اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅې کوي چې ژوند به يې ښه شي، خو سلګونه يې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close