په مسئله د رفع الیدینو باندې د امام ابوحنیفه او د امام اوزاعي مناظره

ژباړن : عزت الله کوټوال

امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر وفات روسته په ۸۰ اتیایمه هجري پیړۍ کې دې دنیا ته سترګې غړولي.

امام ابوحنفیه رحمه الله ځینې صحابه کرامو سره ملاقات کړی او په ۱۵۰ هجري قمري کې یي له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړي.

امام ابوحنیفه رحمه الله د اسلامي نړي د سترو علماء کرامو او مجتهدینو څخه وو، د خپل علمیت او خدای ورکړي استعداد له مخې یي د قرآن او سنت څخه د مسایلو استنباط او اجتهاد کولو او په اختلافي مسایلو کې یي د غوره والي او انتخاب صلاحیت درلود ، احادیث او روایات به یي د ثقه کسانو څخه اخيستل د مسئلې په اړه به یي لومړی کلام الله ، دوهمه مرحله سنت د رسول الله، اجماع او قیاس ته رجوع کوله د صحابه کرامو آثار یي اخیستل د تابعینو رایه یي نه منله په خپله یي اجتهاد کول او داشان د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په روستي عمل باندې یي عمل کول، نو ځکه یي په ځینې اختلافي مسایلو کې اختلاف کړی او د علماو سره یي مناظرې کړي او په مناظرو کې یي مقابل لورې ته قانع کونکی ځواب ورکړی چې له هغو مناظرو څخه یوه یي هم د (ترک رفع اليدین) په اړه له امام اوزاعي رحمه الله سره مشهوره مناظره ده چې په لاندې توګه ده:

إجْتَمَعَ أَبُو حَنِيفَةَ وَالْأَوْزَاعِيُّ فِي دَارِ الْحَنَّاطِينَ بِمَكَّةَ، فَقَالَ الْأَوْزَاعِيُّ لِأَبِي حَنِيفَةَ: مَا بَالُكُمْ لَا تَرْفَعُونَ أَيْدِيَكُمْ فِي الصَّلَاةِ عِنْدَ الرُّكُوعِ وَعِنْدَ الرَّفْعِ مِنْهُ؟ فَقَالَ أَبُو حَنِيفَةَ: لِأَجْلِ أَنَّهُ لَمْ يَصِحَّ عَنْ رَسُولِ اللهِ ﷺ فِيهِ شَيْءٌ، قَالَ: كَيْفَ لَا يَصِحُّ، وَقَدْ حَدَّثَنِي الزُّهْرِيُّ، عَنْ سَالِمٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ رَسُولِ اللهِ ﷺ: «أَنَّهُ كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ إِذَا افْتَتَحَ الصَّلَاةَ، وَعِنْدَ الرُّكُوعِ، وَعِنْدَ الرَّفْعِ مِنْهُ». فَقَالَ لَهُ أَبُو حَنِيفَةَ: حَدَّثَنَا حَمَّادٌ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ، عَنْ عَلْقَمَةَ وَالْأَسْوَدِ، عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ: «أَنَّ رَسُولَ اللهِﷺ كَانَ لَا يَرْفَعُ يَدَيْهِ إِلَّا عِنْدَ افْتِتَاحِ الصَّلَاةِ، وَلَا يَعُودُ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ»، فَقَالَ الْأَوْزَاعِيُّ: أُحَدِّثُكَ عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ سَالِمٍ، عَنْ أَبِيهِ، وَتَقُولُ: حَدَّثَنِي حَمَّادٌ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ! فَقَالَ لَهُ أَبُو حَنِيفَةَ: كَانَ حَمَّادٌ أَفْقَهَ مِنَ الزُّهْرِيِّ، وَكَانَ إِبْرَاهِيمُ أَفْقَهُ مِنْ سَالِمٍ، وَعَلْقَمَةُ لَيْسَ بِدُونِ ابْنِ عُمَرَ فِي الْفِقْهِ، وَإِنْ كَانَتْ لِابْنِ عُمَرَ صُحْبَةٌ، أَوْ لَهُ فَضْلُ صُحْبَةٍ، فَالْأَسْوَدُ لَهُ فَضْلٌ كَثِيرٌ، وَعَبْدُ اللهِ هُوَ عَبْدُ اللهِ، فَسَكَتَ الْأَوْزَاعِيُّ.

ژباړه : امام سُفْیَان بْن عُيَيْنَه رحمه الله روایت کوي چې حضرت امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او امام اَوْزاعِی رحمه الله  د مکې مکرمې د غلې په بازار کې په یوه مجلس کې سره یوځای شول .

امام اَوْزاعِی رحمه الله وفرمایل: ولې تاسو د عراق خلک د رکوع پر مهال (رکوع ته د تللو او پورته کیدو پر مهال) رفع اليَدَيْن نه کوئ؟!….

امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل :

ځکه چې په دې اړه هیڅ صحیح  (بلا معارضه) حدیث له حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه ثابت نه دی .

امام اَوْزاعي رحمه الله وویل : څرنګه ثابت نه دی په داسې حال کې چې امام زهري له سالم او هغه له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت کوي چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د لمونځ په شروع کې رکوع ته د تللو پر مهال له رکوع نه د بیرته راپور ته کیدلو پر وخت، رفع يَدَيْن کولو .

امام اعظم رحمه الله ورته وفرمایل :

حَمّاد رحمه الله له ابراهیم نَخَعِی هغه له حضرت علقمه او حضرت اسود رحمه الله نه او دواړو له ابن مسعود (رضی الله عنه) نه حدیث روایت کړی چې  بې شک حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مونځ په شروع کې رفع الیدین کول، په بل هیڅ ځای د لمونځ کې یي رفع یدین نه کول.

امام اَوْزاعِي رحمه الله په جواب کې ورته وفرمایل: چې زه له زهري، له سالم، له ابن عمر نه درته روایت کوم او ته راته په مقابل کې د حماد له ابراهیم نخعي نه  روایت پیش کوې؟

امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل: حَمّاد له  زُهْرِی نه  فقیه وو او  ابراهیم نَخَعِی له  سالِم نه  فقیه وو او حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه اګر که د صحابیت په رتبه کې افضل دی خو علقمه په فقه کې  له هغه نه کم نه دی او اسود خو د ډیر فضیلت والا دی، حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه خو  حضرت عبد الله بن مسعود دی .

امام اَوْزاعِی رحمه الله د دی ځواب په اوریدو سره چوپ او لا ځوابه شو.

ماخذونه:

مسند ابی حنیفة للحصکفی:حدیث 18کتاب الصلاة.

مسند الإمام الأعظم أبي حنيفة بروایة الحارثی: 1/484 او 485 او 486 حدیث 778 .

المبسوط للسرخسی: 1/14 کیفیة الدخول فی الصلاة.

العنایة شرح الهدایة للبابرتی: 1/310 او 311 باب صفة الصلاة .

البنایة شرح الهدایة للعینی: 2/261 او 262 قول سبحان ربی الاعلی فی السجود .

فتح القدیر لابن الهمام: 1/311 باب صفة الصلاة.

مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح: 2/656 کتاب الصلاة، باب صفة الصلاة .

شرح مسند ابی حنیفة للقاری الهروی: صــ 35 تر 38 اجتماع ابی حنیفة والاوزاعی .

شرح سِفْر السعادة للمحدث عبد الحق الدهلوی: صــ 66 .

عقود الجواهر المنیفة فی ادلّة مذهب الامام ابی حنیفة: 1/61 بیان الخبر الدال علی ان رفع الیَدَیْن فی تکبیرة الافتتاح فقط .

مناقب الامام الاعظم ابی حنیفة للموفق المکی: 1/130 او 131 مناظرة الامام مع الأوزاعی فی مسألة رفع اليَدَيْن سوی تکبیرة الافتتاح.

تخریج احادیث احیاء علوم الدین: 1/353 او 354 في بعض الروايات أنه صلى الله عليه وسلم كان إذا كبر أرسل يديه وإذا أراد أن يقرأ وضع اليمنى على اليسرى .

تنسیق النظام فی شرح مسند الامام للعلامة المحدث السنبلی: صــ 155 حدیث 97 مسألة رفع الیدین.

منحة الخالق لابن عابدین علی هامش البحر الرایق.

د حضرت عَبْدَ اللهِ بن مَسْعودٍ رَضِیَ اللهُ عَنهُ»، حدیث په دنیا کې د عالی ترین سند والا دی، ځکه چې ټول راویان د دې سند نه یواځي چې ثقات دي بلکه د حدیثو د اصولو مطابق تام او اضبط هم دي دا شان کثیرالملازمة او د خپل وخت نامتو فقهاء هم وو.

په ترمذي شریف کې دغه راویت:

عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ أَلَا أُصَلِّي بِكُمْ صَلَاةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلَّا فِي أَوَّلِ مَرَّةٍ قَالَ وَفِي الْبَاب عَنْ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ أَبُو عِيسَى حَدِيثُ ابْنِ مَسْعُودٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ وَبِهِ يَقُولُ غَيْرُ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالتَّابِعِينَ وَهُوَ قَوْلُ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ وَأَهْلِ الْكُوفَة رضی الله عنهم.

(سنن ترمذي ۱۲۰،۱۱۷/۱) .

ژباړه:  حضرت علقمه رحمه الله نقل کوي چې حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وفرمایل:

آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوندې لمونځ درته وکړم؟

نو په لمانځه باندې یي پیل وکړ لاسونه یي په لمانځه کې پورته نه کړل مګر په لومړي سر (تکبیر تحریمه) کې یي پورته کړل.

یعنی پرته له تکبیر تحریمې نه یي بل چرته په لمونځ کې لاسونه پورته نه کړل، په دې اړه ترک د رفع الیدین کې له براء بن عازب نه هم روایت شوی دی چې وایي:

” ابو عیسی یعنې امام ترمذي رحمه الله فرمایي : د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث حسن دی، ډیرو اهل علمو، صحابه کرامو، تابعینو عظامو په دې (یواځې د تکبیر تحرمې پر مهال د رفع یدین ) قایل دي دغه نظریه او مذهب  دسفیان ثوري او اهل کوفه هم دی.

دغه حدیث مبارک ابن عدي رحمه الله په خپل کتاب (الکواب الدریه) که صحیح بللی دی همدا شان ابن حزم ظاهري رحمه الله هم صحیح ګڼلی دی  المحلی۸۸/۴ . همدا شان دغه حدیث په  مسند د احمد کې ۳۸۸/۱ _۴۲۲ او مصنف ابن ابی شیبة۲۳۶/۱ سنن الکبری للبیهقی۷۸/۲ )کې هم راغلی دی.

ناصرالدین ألباني غیر مقلد لیکی :

والحقُّ أنّه حدیثٌ صحیحٌ و ٳسنادُه صَحیحٌ علی شرطِ مسلم».

(مشکاة المصابیح بتحقیق محمد ناصرالدین ألباني ۲۵۴/۱). حقیقت دادی چې د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه روایت صحیح دی او سند یي د مسلم او بخاري په شرط سره سم دی.

همدارنګه په صحیح د سنن نسائې کې یی هم صحیح بللی دی.

همدارنګه د الجوهر النقي خاوند هم صحیح بللی .  (۱۲۷/۱)

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close