په مطبوعاتي رسالت کې دالجزیري دتلویزیون کامیابي

دمطبوعاتو په قانون کې رسینوته دخپلې بې پریوالۍ دساتنې ، حقیقت پیژندنې  دراپورونو او نورو رسنیزو خبرونو روڼتیا ته به څرګند ډول لارښوونه شویده چې په مطبوعاتي ډګر کې به ویاړني ترلاسه کړي.

تیره ورځ چې دالجزیرې تلویزیون دخپرونو  ۱۹ مه  کلیزه نمانځل کیده یوشمیر رسنیو نه دا سوال را ولاړشو چې څرنګه په لږ وخت کې الجزیري تلوزیون دومره پرمختګ وکړ او په قطرکې جوړي شوي غونډه کې يې څرنګه مطبوعاتي هر کلی وشو.

دلته مونږ دالجزیري تلویزیون دبیلګي په توګه ځکه یادوو چې په نړي کې نوری زیاتي غږیزي ، چاپې  او تصویري  رسنۍ شته خو پدې نړیوالو رسینو کې یوشمیر رسنۍ د ځني  هېوادونو او کړیو لخوا دخپلو اهدافو دسرته رسولو لپاره تمویل کیږي، چې پدې صورت کې تمویل کیدونکي رسنۍ په هیڅ صورت کې مطبوعاتي  رسالت نشي ساتلې خو دالجزیري تلویزیون چې یوازي اویوازې مطبوعاتي رسالت ساتلی بې پرې او دهرډول تبعیض او تعصب نه پرته يې خپلې خپرونې کړیدي اوکوې يې ، په نړیواله سطحه يې دستاینې وړبریا ترلاسه کړی ده.

دتیرو ۴۰ کالو په دوران کې په مطبوعاتو کې دپخوا به نسبت لکه څرنګه چې د زور واکو هېوادونو پالیسي بدلېږي دارنګه مطبوعات هم به خپل مطبوعاتي رسالت نه پاتې کېږي چې دافغانستان په اړه دیوشمیر نړیوالو رسنیو یو اړخیزي  او د ځانګړواهدافو دسرته رسولو پالیسي او خپروني دلمر په څیر ښکاره دی افغانستان که څه هم په وروسته پاتي هېوادونو کې شمیرل کیږي خو مطبوعاتو بنیاد او بنسټ پکې دمحمود طرزي  لخوا په ۱۹۰۷ م کې ایښودل شویدي؛ خو لکه څرنګه چې په افغانستان کې داولس غوښتنه وه په هغه شکل سره د داخلي او بهرینو ستونزو اوجګړو له امله مطبوعات خپل مطبوعاتي رسالت ته پاتې نشول ځکه خو دافغانستان په مطبوعاتو کې دنورو اهدافو ښکاره بیلګې لیدل کيږي.

که مونږ الجزیری دتلویزیون کامیابیو، قربانیو اومطبوعاتي رسالت ته په کتنه خپل مطبوعات بې پرې ، له تعصب پرته خپروني وکړو نو لری نده چې الجزیري دتلویزیون په شان زیاتي لاس ته راوړني  ولرو خودا هغه وخت کیدی شي چې مونږ په خپل مطبوعاتي رسالت اوهوډ ولاړ پاتي شو  داهوډ او مطبوعاتي رسالت هغه وخت ساتلی شوچې نه دچا دلاس لاندې داغیزنه ډګ ژوند وکړو اونه چا دسیاسي پالیسو چې یوازي او یوازي په خپلو ګټو څرني ښکارشو.

د الجزیری تلویزیون په کال 1996 د نومبر په اول تاریخ تاسیس او په کار شروع وکړه او په کال 2001م کې نړیوال شهرت هغه وخت تر لاسه کړ چې د کابل ددفتر نه یې د امریکایانو د یرغل فلمونه په ژوندۍ بڼه نشروله.

دالجزیری تلویزیون دقطر په دوحه کی مرکز لري او خپلو پروګرامونو کې د هر نظر خاوند سره خبرې او خپرونې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close