په ملي حکومت کې د لوئي جرګې په جوړیدو اختلاف

سرلیکنه

کله چې بې اعتماده انتخاباتي نتایجو دلانجې وروسته د جان کېري په منځګړتیا په کابل کې د ملي حکومت په نامه اداره جوړه شوه ډیر کم افغانان چې دواړو لورو عبد الله او غنی ته ئي کمپاینونه کړي وه یو څه آرام شول چې ګوندې کومه غوړه چوکۍ ورته په ویش کې ورسیږي ، نور ټول افغان اولس ترې د خیر تمه نه درلوده او همغسې وشول چې دا دی تر یوکال زیاته موده ددې حکومت د جوړیدا وشوه او اوس هم افغانان د خیر او خیرات په تمه ناست دي چې د ملي یو والې حکومت به ورته په کچکول کې څه راوړي؟

په هیواد کې د کندز دپیښی په شمول او د اولسوالیو سقوط هیوادوالو، دولتی لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان د مسئلې ناظرینو سره اندیښنه زیاته کړیده چې د ناسم حکومت د حکومتدارۍ واګې ورځ په ورځ له واکه ووځي نو پکار ده چې دیوه حل لپاره ئی لویه جرګه را وغوښتل شي.

د افغانستان په تاریخ کې لویه جرګه دهمدا ډول ستونزو د حل لپاره چې د ا اوس ورسره هیواد مخ دی د مخه را بلل شوی دی.

په افغانستان کې چې په کال 1718م کې حالات زیات خراب شول د افغانستان ارضي تمامیت ویره پیدا شوه او د بد امنیو لمن په ټول هیواد کې خپره شوه د کندهار په پوځي کلا کې د افغانستان د ټولو قومونو لویه جرګه را وبلل شوه چې دلوې افغانستان لپاره لوې احمدشاه بابا انتخاب شو.

وروسته له هغې افغانستان بیا د نړۍ د نقشې نه دتلو په حال کې فکر کېده که څه هم دا ناشوني وه چې افغانستان دې دنړۍ نقشې ویستل شي خو ددوښمنانو پر ضد په 1841م کال په کابل کې دمحمد زمان په مشرۍ په کابل کې بله لویه جرګه جوړه شوه او هیواد د یوه سخت بحران څخه وژغورل شو.

په 1840م کال په کابل کې په 1893م بیا هم په کابل کې 1910م په کابل کې په 1923م په جلال اباد کې او په 1987م دنومبر په 29 په کابل پولی تخنیک کې د نظام جوړونی لپاره لویه جرګه جوړه شوه ‎. اګرچه دغې لويې جرګې د نوعیت او کیفیت له پلوه یو تر بله ډیر توپير لرله.

هسې خو د امریکا سره دستراتیژیک تړون د لاس لیک لپاره هم لویه جرګه حامد کرزی لا بللې وه خو زمونږ مقصد د نظام جوړونې لویه جرګه وه .

اوس چې د نا امنیو دزیاتوالې د مخنیوي په غرض او د هیواد د بحران د حل په غرض د لوئې جرګې د راغوښتلو وینا کېږي د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې دي چې په افغانستان کې د لوئې جرګې د جوړیدا مخه نیسي.

دلوئې جرګې د جوړیدا په غوښتنه د ډاکټر عبد الله پلویانو زیات ټینګار کوي هغه پدې دلیل چې کله جان کېري اشرف غني او عبد الله ته د حکومت ویش کاوه نو د اموافقه هم پکې شوی وه چې دوه کاله وروسته به د اجرائیه ریاست پوست د لوې جرګې په پریکړه به صدارت ته لوړیږي.

داچې اشرف غنی په هیواد کې دملي حکومت لپاره ملي مشروعیت پیدا نکړ او د اولس په وړاندې بې ځوابه دی دلوئې جرګې په جوړیدا کې تاوان ګوري او دبلی خوا اروپائی ټولنی تیره ورځ د برکسل په غونډه کې د100 زرو نورو کډوالو د منلو هوکړه وکړه نو په افغانستان کې په تیره بیا  بې روزګاره ځوان نسل هم اروپا ته خپله مخه زیاته کړي.

 د ملي حکومت په وړاندې ددې یادو ستونزو تر څنګ نورې ډیرې ستونزې شته چې په ملي حکومت کې ئې درزونه پیدا کړیدي خو زیات اختلاف دلوئې جرګې په جوړیدا دی.

دیوی خوا د افغانستان اقتصاد مخ په زوال دی چارواکې پدې تمه دې چې د چېن او امریکا لوړ پوړی چارواکې را روان دي مرستې به ورسره وکړي خو نه ښکارې چې د لوې جرګې اختلاف به پای ته ورسیږي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close