په منځني ختيځ کې بيا دنا اراميو اندېښنې

مبصر

په نړيواله کچه په ځينو هېوادونو کې اختلافات دنا امنيو ترحده رسيدلي او په ډېرکم شمېر کې هېوادونه شته چې دامن او قانون مراعت کولو په فضا کې دخپل هېواددپرمختګ لپاره يې ټول سياسي ګوندونه حکومتداري ديوې خاصې تګلارې له مخې پرمخ بيا يي.

 په منځني ختيځ کې وخت په وخت نا ارامي دومره اوج ته رسېدلې چې کيدای شي دخواووشا نورو هېوادونو امن هم په خطر کې واچوي .

دجګړې هيڅ اصول نه وي ، خو دځيني هېواودونو سياسي ګوندونه تش په نامه سياسي وي نور په اصل کې دجګړې په دوام خپل هدف ته ځان رسوي. مونږ دبېلګې په توګه داسرائيلو سياست ته اشاره کولی شو چې کله هم په ملګرو ملتونوکې کومه غونډه دسېمې دشخړو  اصل په اړه جوړه شې په ځای ددې چې دشخړې په سياسي حل بحث وشي او يوې نتيجې ته سره دغونډې ګډونوال ورسېږي اسرايلي چارواکې دجګړې او ناامنيو لوری ته بحث ورسوي چې دا پاليسي تراوسه پورې داسرائيلو لخوا روانه ده .

په فلسطين کې حماس اکثريت سره دانتخاباتو دلارې حکومت جوړ او دجګړې لپاره يې ټولې لارې وتړلې اسرائيلي چارواکو دحماس پر خلاف له هغې ورځې نه چې د نورو هېوادونو چارواکو محمودعباس ته مبارکي ليږلې اسرايلي چارواکو يې پرخلاف دجګړې پلان جوړاوه، تقريبا ديونيم کال په پوره کيدو سره په فلسطين کې يو څه ژوند عادي حالت ته راګرځيدلی دی، چې دمصر په شمول ځينې نورو هيوادونوکې هم دجګړې لمبې ارامې شوي دي ددې موقت وخت نا اراميو دچوپتيا لاملونه به نورهم وي خو يو لوی لامل يې دامريکا او اسرائيلو ترمنځ داړيکو پڅوالی دی چې ديوه کال راپه د ېخوا  دا لومړی ځل دی چې ددواړو هېوادونو اړيکې خرابېږي .

امريکا او اسرائيل دواړه دايران داتومي پروګرام خلاف و او د ۲۰۰۵ کال په لومړيو کې دواړو هېوادونو امريکا او اسرائيلو ايران ته خبرداري ورکړ که اتومي پروګرام کنترول نکړي په تهران او هغو ځايونو کې چې داتومي پروګرام بټۍ پکې موجودې دي بريد به پرې وکړي تهران داسرايلو داحتمالي برید په ځواب کې پرتل ابيب دبريد خبر ورکړ.

دروان کال په پېل کې دايران او امريکا ترمنځ داتومي پروګرام په سر خبرې پېل او بيا يوه موتفقه وشوه. پرايران اقتصادي بنديزونو دله منځه وړلو شرط پکې امريکا ومانه، دامريکې او اسرايلو ترمنځ اړيکې خرابې شولې. اسرايلو تل دايران مخالفت کړی اسرايلي صدر اعظم (نتن ياهو) دايران او امريکا ترمنځ دموافقې پرمهال ويلې وو چې کيدای شي داسرايلو او امريکا دسياست لارې سره جدا شي خو تېره ورځ چې اوباما بيا (نتن ياهو) سره پخلا شو دا امکان شته چې په منځني ختيځ کې دامريکا او اسرايلو مرورتيا چې جګړې سړې کړي وې بيا په فلسطين کې نا ارامي زياته او غزه په وينو سره شي . امريکا تل دفلسطين دمسلمانانو په خلاف داسرايلو ملاتړ کړی دی او دمصر پورې چې دجګړو اور رسيدلی دی دامريکا او اسرايلو دګډې پاليسۍ نتايج دي دا چې په غزه کې څومره جوماتونه، څومره ښوونځي او روغتونونه اسرايلي الوتکو کنډواله کړل ملګرو ملتونو ، غربیان ، د بشر دحقوقو ادارې او نور هغه هیوادونه چې د انتقاد ګوته یی هر وخت اسلامي تنظیمونو ته اوچت کړي وي چوپ پاتې دې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close