په موصل کې د یوې چاودنې له امله وژنې، او د عراقي فوځ ورو ورو پرمختګ

د الجزیرة نه په مننې

ژباړه: عزیر اسدخیل

یوې فوځې سرچینې ویلي دي چې اسلامي دولت یا داعش تنظیم په موصل کې موټر بم چاودنه کړې چې له امله یې ۲۲ میرمنې او ماشومان وژل شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونه د نړیوال ائتلاف د هوایی ځواک تر پوښښ لاندې د ښار شمال ختیڅ خواته خپل پرمختګ ته ډیر په ورو ورو سره دوام ورکوي، تر څنګ یې شیعه ملیشو په تلعفر کې یو شمیر کلي په توپونه ویشتي څو د ښار د نیولو لپاره تمهید وي.

نن سه شنبه د تروریزم ضد ځواکونو یوه ضابط وویل چې داعش تنظیم یو له بمونو ډک موټر وچاوداوه چې یو شمیر ځایي خلک یې په نښه کړل او د زړو خلکو او یتیمانو د اوسیدو ودانۍ یې چې د موصل په ختیځ کې د الزهور په کلي کې موقعیت درلود ویجاړې کړې. چې له امله یې ۱۷ میرمنې او ۵ ماشومان وژل شوي دی.

هغه زیاته  کړه چې د داعش  تنظیم سرتیرو د المحررة د هستوګنې کليو باندې له دې برید نه وروسته د توپونو ګولۍ ورولي دي، په داسي حال کې چې عراقي ځواکونو د دغو هستوګنځایونو د تلو او راتلو لارې بندې کړي څو دغو ځایونو ته بیا له بمونو ډک موټر دننه نه شي او ښاریان له مرګ او ژوبلې وژغورل شي.

د موصل له ختیځ نه د الجزیرة خبریاله (ستیر حکیم) وایي چې حکومتي ځواکونو د الزهراء، التحریر، العلماء، الزهور او القاهرې کلیو له نیولو نه وروسته پرمختګ کړی دی، تر دې چې د المصارف، او السکر کلیو خواته رسیدلي دي خو وایي چې دغه ځواکونه د بمونو له ډکو موټرو له خطر سره مخ کیږي.

له بلې خوا نه، سیمه ییزې او امنیتي سرچینې وایي چې حکومتي ځواکونو د موصل ختیځ ته د المصارف کلی نن سهار نیولی، خو ډیر په ورو پر مخ ځي او د نړیوال ائتلاف د الوتکو ملاتړ هم له ځانه سره لري، سرچینو زیاته کړې ده چې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال په یوې انتحاري چاودنې سره دغه ځواکونه په نښه کړي دي.

سرچیني وایی چې د نړیوال ائتلاف الوتکو د سما الموصل په نوم د تلویزیوني چینل وداني بمبار کړې، دا د ښار په لویدیځ خوا کې ده دلته د داعش تنظیم مرکزیت ځای پر ځای دی، په داسې حال کې چې وداني یې نیمه نړلوي خو د داعش تنظیم د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.  په غبرګون کې د داعش اړوند خبري آژانس (أعماق) ویلي دي چې د تنظیم دوه سنفر ویشتونکو پرون دوشنبه د عراق د چټکو ننوتلو ځواکونو نه لس کسان وژلي دي، چې له جملې نه یې ۵ سنفر ویشتونکی د عدن، البکر په کلیو کی د موصل ختیځ کې له مینځه تللي دي.

د نینوا ولایت فرهنګی دفتر چې د اسلامي دولت یا داعش تنظیم اړوند دی یوه ویدیو خپره کړې ده چې د وقع الرصاص نوم لري او دا خپرونه یې د سنفرویشتونکو د عملیاتو لپاره ځانګړې ګرځولې ده هغه چې پکې سنفر ویشتونکی ښئ چې عراقي ځواکونه په موصل کې ختیځ ته کلي په نښه کوي ، همداراز دغې ویډیو هغه خبرونه تایید کړي چی جنرال عبدالوهاب الساعدی چې د ترهګرۍ ضد ټولي د قومندان معاون دی په شمال شرقي کلیو کی په لږ څه کی د سنفر له ویشتل کیدو ځنې بچ شوی دی.

له بل پلو نه، د الجزیرة خبریال أمیر فندي ویلي دی چې شیعه ملیشو د تیرې شپې نه د التنک او الطحال کلي چې په تعلفر کی د موصل لویديځ ته قرار لري د خپلو توپونو د ډزو لاندي راوستي دي، چې ځایی خلک او یوشمیر نور داعش سرتیري پکي ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې شیعه ملیشي هم د داعش د سخت مقاومت له امله په خپل ورو حرکت سره د ښار خواته پرمخګ کوي.

هغه زیاته کړې ده چې ائتلافي الوتکو د ملاجاسم سیمه چې د تلعفر لویدیځ ته پرته ده بمبار کړې ده، دا هغه سیمه ده چې د اسلامي دولت یا داعش تنظیم قوي قرارګاه بلل کیږي، د شیعه ملیشو ډله دغه ډول بریدونو ته دوام ورکوي څو د تلعفر د نیولو لپاره یې تمهید وګرځوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close