په ناامنه هېواد کې ناامنه ټاکنې

افغانستان هغه وخت ناامنه شو کله چې تر فرنګ وروسته روسي او بيا امريکايي يرغلګرو پر پوځي تېري وکړل. د مرګ ژوبلې علاوه یې هراړخيزه تباهي هم پیل کړه.

افغانستان هغه وخت ناامنه شو کله چې تر فرنګ وروسته روسي او بيا امريکايي يرغلګرو پر پوځي تېري وکړل. د مرګ ژوبلې علاوه یې هراړخيزه تباهي هم پیل کړه.

په نورو هېوادونو کې چې ناامني راځي، د هېواد پوځي ټولګي يې د خپلو سرونو په دفاع مقابله کوي او سياستوال یې په سياسي لاره د روغې جوړې ترڅنګ پوځيانو ته د پوځي تاکتيکونو مشوري ورکوي او مخه یې نيسي.

خو په افغانستان کې مسئله په بل لوري ده. هغه دا چې هېواد پلورو کمونستانو روسي تېري او غرب پلوو غلامانو د امريکا په مشرۍ د ناټو تېري کوونکو ته زمينه برابرول څه چې د يرغل بلنه يې ورته ورکړه.

اوس په امريکا کې د افغان جګړې ضد روحيه راپورته شوې ده، خو په افغانستان کې دننه هغه څو څېرې چې د بهرنيانو په موجوديت کې خپله بقا ويني، د بهرنيو پوځونو په شتون ټينګار کوي، او په ناامنه هېواد کې د ناامنو ټاکنو د سر ته رسولو ټټر وهي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ، د هلمند مرکز لښکرګاه او نورو سيمو کې د ناامنيو، وژنو او ژوبلو بحثونه لا پای ته نه دي رسيدلي چې دا دی ولسي جرګې ته د هلمند ولايت د نوماند جبار قهرمان قهرماني پای ته ورسېده – هغه چې د همدې نا امنه هېواد د امن سينه یې ډبولې وه، پخپله د ځان په دفاع کې هم ناکام او د ناامنه ټاکنو بهير یې همداسې په ناامنيو کې پرېښود.

افغان حکومت ته امريکايي چارواکي او نظامي مشاورين ډاد ورکوي چې د ولسي جرګې ټاکنې به په امن سر ته ورسيږي او د ټاکنو امنیت به د افغان پوځونو ترڅنګ بهرنيان هم ساتي. خو هېوادوال  د سر په سترګو ګوري چې ولسي جرګې ته نوماندان او د اربکيو قوماندانان له بريدونو خوندي نه پاتې کيږي، نو پلويان به یې څرنګه خوندي پاتې شي. هغه ولس او نوماندان چې دفاع وزارت یې د خوندي کولو لاس پورته کړی، نه یې دفاع وزارت دفاع وکړه او نه بهرنيو پوځونو.

په يوه هېواد کې پارلماني، جمهوري رياست او د ولاياتو د شورا ټاکنې هغه وخت د کاميابۍ درشل ته رسيږي چې ولس پالل شوى وي. د ولس سر او مال خوندي وي. په کوم هېواد کې چې ولس خوندي نه وي، چارواکي یې هيڅ وخت خوندي نه شي پاتې کيداى.

افغان ولس هيڅ وخت په دا ډول ټاکنو خوښ نه دى، ځکه چې په تېره ولسي جرګه کې د افغان او بهرنيو پوځونو پر بمبار، د ولسي وګړو په مرګ ژوبلې هيڅ غور ونه شو، او نه یې دغور واک درلود. اوس به نوې راتلونکې ولسي  جرګه ولس ته څه په لاس ورکړي؟

دا مهال افغان ولس د خپل ژوند تېرولو وس نه لري چې خپلو اولادونو ته په نيمه خيټه ډوډۍ پيدا کړي.  تر ١٣ ميليونو پورې افغانان د شپې په نهره ویده کيږي. دې ولس ته ټاکنيز کمپاين روان دى او ولسي جرګه ورته جوړيږي. په کوم هېواد کې چې ١٣ ميليونه وګړي په نهره ویده کيږي، په هغه هېواد کې حکومت مشروعيت نه لري، ولسي جرګه به څرنګه مشروعيت پيدا کړي؟ ټاکنې به یې د ولس په څه درد وخوري؟ دا ثابته خبره ده چې د غيرمشروع حکومت په سيوري کې د ناامنه هېواد ټاکنې هم ناامنه وي، او ډېر قهرمانان به له خپلې قهرمانۍ لاس په سر شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close