په نامشروع حکومت کې د ”نامشروع“ پېژندپاڼو وېش

سرلیکنه

اشرف غني او بهرنۍ میرمنې یې رولا غني د برېښنايي پېژندپاڼو په اخیستلو سره له اوږدې مودې دا ځنډېدلې بهیر پیل کړ، چې اوس هم ورته د اجرائیه رئیس عبدالله لخوا د ”نامشروع“ نوم ورکړل شو.

عبدالله له اشرف غني سره د حکومتولۍ په پنځو برخو کې سخت مخالفت لري، چې یو یې د پېژندپاڼو پر سر د درې کالو راهیسې مخالفت دی.

 که څه هم اشرف غني، رولا غني په ارګ کې تر جوړې شوې غونډې وروسته د پېژندپاڼو د اخیستلو بهیر پیل کړ، خو یو ساعت وروسته عبدالله په کابل کې یوه جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د اشرف غني لخوا د پېژندپاڼو د وېش بهیر یو ”غیرقانوني او نامشروع“ وېش دی.

اشرف غنی یو کال مخکې د برېښنايي تذکرو د وېش فرمان صادر کړی ؤ، خو په پېژندپاڼه کې د اسلام، قوم او ملیت د کلمو په لیکلو او په مخالفت یې تراوسه پورې وېش ځنډېدلی و، چې تېره ورځ په ارګ کې، په داسې حال کې وېش اشرف غني لومړی له ځانه پیل کړ چې د عبدالله مخالفت یې هم پر ځان منلی ؤ.

په ارګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د پیل په مراسمو کې د اشرف غني  دویم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، لوی څارنوال فرید حمیدي، د لومړي مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د اجرائیه ریاست مرستیال محمد خان، د کابینې او د ملي شورا ځینو غړو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی ؤ.

تر اشرف غني او مېرمن وروسته یې په غونډه کې یادو ګډون کوونکو کسانو برېښنايي پېژندپاڼې واخیستې. خو په دغو مراسمو کې پخپله عبدالله او دویم مرستیال یې محقق ګډون ونه کړ، چې د ارګ له غونډې وروسته د عبدالله لخوا په مطبوعاتي کنفرانس کې مخالفت رسنیو ته ښکاره کړل شو.

اشرف غنی په ارګ کې جوړې شوې غونډه ته د وینا پر مهال د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د نظام‌ جوړونې په لور یو اساسي ګام وباله. د هغه په وینا، ”افغانان د اقتصادي او پرمختیايي خدمتونو له اړخه نن د الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره ۲۱مې پېړۍ ته ننوتل.“

خو عبدالله بیا مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د اشرف غنی لخوا د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به په هېواد کې د شته ستونزو علاوه نورې ستونزې هم وزېږوي. عبدادلله وویل د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر اختلافات لا حل نه دي چې اشرف غني یې بیا په وېش لاس پورې کړ.

 د عبدالله له وینا داسې بریښي چې له اشرف غني سره یې لا ژور اختلافات پای ته نه دي رسېدلي، ځکه یې د پېژندپاڼو وېش ته نامشروع ووایه.

غنی د پېژندپاڼو د وېش د قدم پورته کولو په اړه وویل چې پیل یې تر انتخاباتو دمخه اړین و، څو، د هغه په وینا، په انتخاباتو کې ترهګر له جعلي تذکرو ګټه پورته نه کړي.

 خو د تېرو انتخاباتو، رایو او رایو اچونو په مرکزونو کې جععلکاریو ته په کتو سره،  شمالي ټلوالې به سر له اوسه په جعلي پېژندپاڼو د رایو د اکثریت په موخه کار پیل کړی وي، چې کېدای شي وروسته د شمالي ټلوالې لخوا جعلي برېښنايي تدکرې په یوه او بل نامه راڅرګندې شي.

عبدالله په خبري غونډه کې وویل، ”په اوسنیو شرایطو کې افغانان یووالي ته جدي اړتیا لري، خو له سلا مشورو پرته د برېښنايي تذکرو د وېش پیل به د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو او تفرقې لامل شي، ما نه غوښتل چې په دې پروسه کې شامل شم، ځکه زه یې پر عواقبو پوهېږم.“

د اشرف غني او عبدالله دواړو لخوا موجوده حکومت یو نامشروع حکومت دی، خو د ولس لپاره د عبدالله لخوا دا اعتراف چې  داشرف غنی لخوا د تذکرو وېش ”نامشروع“ عمل دی یو ښه ثبوت دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close