په نشو “افيمو” روږدي طوطيان

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۴)

د هندوستان په مدهياپرديش ايالات کې زرګونه طوطيان په نشه “افيمو” په خوراک روږدي شوي چې د ځايي بزرګو په وينا د دوی د کوکنارو له بوټو افيم خوري.

د ياد ايالت په نيمچ سيمه کې د بيلابيلو اړتياوو لپاره کوکنار کرل کېږي خو ځايي بزګر وايي، هره ورځ يې په زيات شمير کې طوطيان پر فصلونو حمله کوي زياتوي لومړی د بارانونو له کبله فصل خراب شو او اوس د طوطيانو له خوا مو پر فصلونو حملې کېږي.

بزګر وايي، د کوکنارو له يوې غوټې (ډيډې) څخه تر ۲۵ کيلوګرام پورې افيم ترلاسه کيدلای شي خو طوطيان يې نه پريږدي او ځينې وخت له بوټي روغه غوټۍ شلوي او خپلو بچيو ته يې ځان سره وړي.

بزګران وايي، پخوا په ياده سيمه کې د طوطيانو شمير کم و خو له تيرو څو کلونو راهيسې چې کوکنار کرل کېږي نو ورسره د طوطيانو په شمار کې هم زیاتوالی راغلی چې زرګونو ته رسيږي.

د بزګرانو په وينا، ټول طوطيان په نشو روږدي شوي، دانې يې نه خوري او له ډيډې یوازې افيم خوري زياتوي د هغوی د شړلو لپاره مو لاوډسپيکرونه لګولي او په تنخوا مو ورته ځانګړي خلک نيولي خو بيا يې هم کومه خاصه ګټه نه ده کړې ځکه چې طوطيان په نشو روږدي دي او هيڅ مخ ترې نه اړوي.

څيړونکي وايي، دا ډير قلمند طوطيان دي ځکه چې له غوزې يوازې افيم ټولوي او ځينې وخت ټوله غوزه له ډکي ماته کړي او ځان سره يې يوسي.

د څيړونکو په خبره، لکه څرنګه چې انسانان د افيمو او چای روږدي جوړيدلای شي دغه ډول پر طوطيانو هم اثر کوي او د افيمو روږدي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close