په ننګرهار کې د پسرلني امن عملیات

(سرلیکنه)

د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د هېواد د نورو نا امنه ولایاتو په څېر به ختېځ ننګرهار ولایت کې پسرلني عملېات پېل شي چې تر هغه به دوام ولري تر څو د ولایت نا امنه اولسوالېو کی مخالف وسلوال وځپل شي.

د دفاع وزارت دې عملېاتو ته د پسرلني عملېاتو نوم ورکړی دی چې د پخوا په څېر دفاع وزارت به د بهرنېو پوځونو په ملګرتېا او مرسته د پسرلي په رارسېدو سره مخالفینو په خلاف عملیات شروع کړي.

د دفاع وزارت د هېواد د نورو ولاېاتو په څېر د ختیځ ننګرهار ولایت اوسېدونکی د کال په اوږدو کې د ېوولسو مېاشتو په موده کې په نا امنیو کې سوزولي.

د مخالفو وسلوالو او په ځانګړې توګه د داعش لخوا یې قومي مشران په بمونو الوزول کیږي هغه مهال یې په خلاف نه عملیات کوي او نه یې د له مېنځه وړلو هوایي ځواک څخه استفاده کوي خو یواځې د پسرلي په لومړۍ مېاشت کې ورته اولس او د مخالفېنو برېدونه ېاد شي.

دفاع وزارت د ننګرهار ولایت په خوږېاڼېو، کوټ، بټي کوټ، او اچېن په اولسوالېو کې عملېات پېل کړي دي چې د ځمکني ځواک سره هوایي ځواک هم په عملېاتو کې مرسته کوي.

 د دفاع وزارت وېاند ویلي دي چې د ننګرهار ولایت د کوټ په سیمه کې یې د داعش جګړه مارې ډلې څه مخالفین د ځمکی او هوا د لارې له مینځه وړي دي او پر خلاف یې نور عملیات هم دوام لري.

د ننګرهار په ولایت کې د دفاع وزارت د ځواکونو د تېر کال په موده کې او د نوي کال د رابره کېدو سره دا څلورم عملېات دي چې د داعش ډلې پر خلاف یې کوي خو څه وخت چې د یادو اولسوالېو څخه پوځونه ستانه شي اولسي وګړي بیا د داعش په عذاب اخته او د دولت سره د همکارۍ په تور یو او بل نېسي وژني یې او یا یې د نېولو په دوران کې د پېسو په مقابل کې پرېږدي.

د دفاع په وزارت خو د اولس ېوه نېوکه داهم ده چې په عملېاتو کې تبلیغ کوي نه یې د راپور مطابق مخالفین نېولي او وژلي وي او نه یې ترې سېمې پاکې کړي وي بله نېوکه داده چې دا عملیات یوازې د پسرلي په میاشت کی وي په نورو ۱۱ مېاشتو کې چې په اولس کوم عذاب نازل وي داعش یې ډول ډول وژنې کوي دولت ترې ځان نه خبروي چې دا عمل به د ملي یووالي د حکومت د اقتدار شپې رالنډې کړي ځکه چې اولس ترې فاصله پېدا کوي او د داعش جګړه ماره ډله په ۱۱ مېاشتو کې نورو اولسوالېو ته څه چې له ننګرهار ولاېته نورو ولاېتونو ته هم د جګړې او نا امنېو لمن پراخوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close