په نړۍ کې تر ټولو لویه الوتکه 

لاروی

په نړيواله کچه يو شمير پرمختللي هيوادونه هڅې کوي، چې په ساينس کې د نوروهيوادونو څخه دمخه شي چې دا پرمتخګ له درې کالو څخه په څرګنده توګه زيات شوی دى.

لس کال وړاندې چې به يوه هيواد په ساينس کې نوښت رامنځ ته کاوه، بل هيواد به ترهغې په کوچني سايز همغه شکل جوړ کړ؛ خو د درې کلونو راپديخوا د ساينسي نوښتونو شکلونه د کموال پرځاى لوى شوي دي.

برتانيي يوه الوتکه جوړه کړه، چې د نوروالوتکو په مقابل کې لس چنده لويه ده. دمعلوماتو له مخې  دا الوتکه د يوه فوټبال د ميدان په شکل لوی والی لري او هم پکې سپرليو ته د لویوالي په اندازه زيات شمیر اسانتياو ته ځای ورکړل شوی دى، يعني زيات شمير سپرلۍ پکې ځايدای شي.

په عامه کچه هر هيواد چې الوتکې جوړه وي هغه د سپرليو وي  او که جنګي، غواړي په کم وزن  سره چې په هوا کې ښه او اسانه الوت وکړي او هم ېې مصرف کم وي؛ خو برتانيې چې کومه لويه الوتکه جوړه کړې ده د هغې وزن لسو ټنو ته رسيږي او هم پرې ديرش ميلونه ډالر مصرف راغلی دى.

برتانوي هوايي پوځ ويلي دي چې په دي وزن ٢٥ الوتکې جوړيداې شي. خو دا چې په دې لويه الوتکه کې ښه والی څه دى، له دې به هم ځان خبر کړو.

د برتانېې لخوا لويه جوړه شوې الوتکه ٩٢متره اوږده او ٤٣متره پلنه ده، چې د ژوند ټولې استانتياوې هم پکې د يوه سپرلۍ لپاره په نظرکې نيول شوي دي.

په نړيواله کچه د برتانيې جوړه شوې الوتکه زياته مشهوره شوې ده، چې هر مسافر غواړي يو ځل په دې الوتکه کې سفر وکړي. دوېمه لويه خبره داده چې د نورو الوتکو په نسبت ددې الوتکي د سفر مصرف هم دير کم ښودل شوی دی. ټول مسافر غواړي د خپلو کورنيو سره په دې الوتکه کې يو ځل سفر وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close