په نیمه شپه کې ..

عبدالله تره کی

نیمه شپه وي، چورلکې پر کلي څرخ وخوري. دروند غږ یې د ټول کلي واړه – زاړه له خواږه خوبه راویښ کړي. یوه ډله خپل او پردي عسکر له چورلکو کښته شي. ګوته پر ماشه د کورونو دروازو ته ځان ورسوي. په لغتو او یا بم دروازه ماته کړي او د یوه افغان پر کور داسې ورننوځي لکه د روزنې کوم میدان کې چې مصنوعي کور ته ورننوځي – د هغه افغان کور چې ځان مرګ ته ورکوي، خو دا یې ضمیر نه مني چې پردی دې یې د کور حریم ته له اجازې پرته ورننوځي.

د ماشوم، ځوان، تورسرې، سپینږیري سر او سینې ته د ټوپکونو شپېلۍ سیخې شي. ماشومان ژاړي. عسکر د کلي په ټولو کورونو کې خپاره شي او تالاشي پیل کړي. په هر کور کې سپین ږیری پلار او نیکه او ځوانان زامن دېوال ته مخامخ لاس تړلي ناست وي.

ښځې په سلګو ژاړي. له سترګو یې اوښکې روانې وي او وايي: خدای ته وګورئ، مه یې بندیانوئ، مه یې وژنئ. خو عسکر ښځې یوې خوا ته ټېله کړي. لاس تړلي نارینه د کور تر ماتو شویو دروازو دباندې وباسي. له هر کوره دوه یا درې کسان راایستل شوي وي. ځینې وولي او ځينې له ځان سره چورلکو ته پورته کړي.

کلی چیغو پر سر اخیستی وي.. تر سهاره د چا سترګه پټه نشي – خو له صبره پرته به بل څه وکړي؟

دا شپه تېره شي. عسکر خپلې اډې ته ولاړ شي. لاس تړلي بندیان له چورلکو راکښته او د تورو پنجرو شا ته یې ولېږي. د دې لاس تړلي زړه به چېرته وي؟ د هغې تورسرې مور او خور به څومره غمجنه وي، آيا له زوی او ورور پرته به یوه لحظه پرې تېره شي؟

هغه بچي ته چې د پلار تړلي لاسونه، د مور او خور په سلګیو ژړا او وېرېدلی ورور یې په دې شپه ولیدل، دا پوښتنې ورته پیدا شي چې ولې؟ د څه او چا لپاره دا خلک زما کور ته په زور راننوتل، زما مور او خور یې پورې وهلې، زما ورور او پلار یې لاس تړلي له موږ بوتلل؟ آیا دوی کومه مقدسه دنده پر مخه بېوله چې زموږ تر سرو لیکو قدم اړول ورته روا شي؟ دوی ولې پردي هم زما پر کور رادننه کړل؟ پلار یې په زندان کې وي، څوک نه وي چې ځواب یې ورکړي. تاسې یې ځواب ورکړئ!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close