په هایډروجن ګاز چلېدونکی اورګاډی – ویډیو+انځورونه

لاروى

له پخوا مو اورېدل چې پرنګي اورګاډى جوړ کړی دی. دمخه به ورته اورګاډى په دې ويل کېده چې د ډبرو سکاره به پکې اچول کېدل، اور به پکې بلېده او د ډبرو د سکورو په زور به سفر کېده.

خو اوس چې په تېلو، غازو، لمريز قوت او هايډروجن چليږي بيا هم ورته هماغه پخوانى نوم، اورګاډی، اخستل کيږي.

د جرمني يوې اورګاډي جوړوونکې کمپنۍ اعلان کړی چې په نړې کې یې په لومړي ځل سره په هايډروجن چلېدونکی اورګاډى جوړ کړی، او په اسانۍ سره د نورو موټرو په څېر سفر پکې کېداى شي.

د جرمني ساينسپوهانو ويلي، د مخه یې په دغه ډول اورګاډي ازمويښتونه پیل کړي وو خو لا یې ښې پايلې نه وې ورکړې، او اوس یې په روان کال کې په هايډروجن چلېدونکی داسې اورګاډی جوړ کړ چې له نورو اورګاډو يا موټرو سره یې په  سفر کې کوم توپیر نه ليدل کيږي.

د دې جوړ شوي اورګاډي کمپنۍ ويلي چې تراوسه پورې یې په دې جوړ شوې هايډروجن ګاډي تر ٦٠ کيلومترو پورې سفر کړی او کومه تخنيکي ستونزه یې نه ده پکې موندلې.

Image result for hydrogen train

 کېداى شي تر دې وروسته ياده کمپنۍ نور او تر دې هم کامياب په هايډروجن چلېدونکي اورګاډي يا موټرونه جوړ کړي.

دې اورګاډي ته د (هايډ رېل) نوم ورکړل شوی؛ د اورګاډي پر ځای به  ورته (هايډ رېل) ويل کیږي.

 ماهرينو ويلي، په دې ګاډي کې هايډروجن او اکسېجن دواړه سره يوځاى کېږي، چې په نتيجه کې برېښنا توليدوي، خو دا چې د هايډروجن قوت پرې زيات دی ځکه یې ورته د (هايډ رېل) نوم ورکړی دى.

د جرمني ماهرينو ويلي، په نظر کې لري د ٣٠٠ کوټو يا ډبو څخه يو هايډ رېل جوړ کړي چې تر ٥٠٠ زیات مسافر به پکې په اسانۍ سره سفر وکړاى شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close