په هرو ۳.۲ ثانيو کې يو انسان په الزهايمر (د عقل خرابي) اخته کېږي

کابل ټکی کام ۰۴سنبله/۱۳۹۴ راپور: قدرت الله حسین د الزهايمر (د عقل د فساد) ناروغۍ د ۲۰۱۵ کال راپور وايي، تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې په دغې ناروغۍ اخته خلک نور هم ډېر شي. روغتيا پوهانو دغه راپور تېره ورځ ماښام مهال د برتانيې په پلازمېنه لندن کې وړاندې کړی دی. راپور څرګنده کړې ده چې په هرو ۳.۲ ثانيو کې د نړۍ په سطحه يو تن په دغه ناروغۍ اخته کېږي او خپل عقل له لاسه ورکوي. راپور ليکي، چې د عقل د فساد د ناروغانو لپاره د کال اجتماعي او اقتصادي لګښتونه ۸۱۸ مليون ډالر کېږي. د راپور له مخې اوسمهال د نړي په سطحه نږدې ۴۹ مليونه وګړي په دې ناروغۍ اخته دي او تمه کېږي، چې دغه شمېره تر ۲۰۳۰ پورې ۷۴.۱ او تر ۲۰۵۰ پورې ۱۳۱.۵ مليونو ته ورسېږي. راپور د الزهايمر په اړه ويلي، دا هغه ناروغي ده، چې عادتا د ډېر عمر انسانان پرې اخته کېږي، او د اخته کېدو پر مهال يې عصبي حجرې او ذهني، لغوي او حرکتي وړتيا له منځه ځي او ناروغ نه شي کولای د ژوندانه چارې تحميل کړي. د څېړونکو په وينا په پراخه توګه د دغې پديدې لاملونه تر اوسه لا سم نه دي پېژندل شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close