په هلمند او فراه کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۷ فرید افغان)

د راپورونه تر مخه طالبانو د هلمند ولایت د ناوې اومرجې ولسوالیوترمنځ دتریخ زابر په سیمه کې پر سنګوري ملیشو مرګونی برید کړی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي؛ دا برید ددوی د۲ نمبر سیارګروف ترسره کړی چې په وینا یې په برید کې ۸ تنه سنګوریان وژل شوي او پوستې هم سقوط کړی.
طالبانو د ۱۴ میله وسلو د نیولو ادعا هم کړې.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې؛ طالبانو د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې له افغان ځواکونه سره جګړه کړې چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ جګړه د تیرې ورځې د ماسپیښین له دریو بجو پیل او د شپې تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ.
د طالبانو د ادعا تر مخه؛ په دې جګړه کې ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ۶۰ وسلوالو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close