په هلمند کې د ۷۰ تنو عسکرو تسليمدا دطالبانو دعفوې پايله

سرلیکنه

د جوزجان په مرديان ولسوالۍ کې ديو څه جګړې له دوام وروسته، طالبانو ته  څوارلس تنه عسکرو دتسليمدو وروسته دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې ددولت دپنځو قوماندانانو په مشرۍ 70 تنه عسکر طالبانو ته تسليم شول.

په تېرو کلونو کې به دولتي عسکرو دطالبانو سره په جګړو کې يا ځانونه ووژل او يا به يې دتيښتې لار نيوله . خو په بدحشان او ځينې نورو ولاياتو کې چې طالبانو نيول شوو عسکرو ته عفوه وکړه او دهغوی سره يې دجګړې دبنديانو نه؛ بلکې ديوې لويې اميدوارۍ په خاطر، چې افغانان دي، عفوه يې ورته وکړه او ټول خپلو خپلو کورونو ته په سالمه توګه ستانه شول .

دې ډول کړنو په دولتي عسکرو کې يوه نوې روحيه پيدا کړه او دهغوی دپوچو تبلیغاتو چې دطالبانو پرخلاف روان وو، عسکرو ته دطالبانو عفوه په بشپړه توګه مخه ونيول شوه.

دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې چې دپنځو تنو قوماندانانو په مشرۍ کوم ۷۰ تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي، دوی په دې فکر دي چې طالبان دهمدې ولس خواخوږي  او دپرديو پرخلاف دخپل هېواد دخپلواکۍ لپاره يې وسلواله مبارزه پېل کړېده، ترهغې پورې به دوام ورکوي ترڅو ټول بهرنيان له افغانستانه ووځي.

دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې د۷۰ تنو دتسليمدو يوه ورځ وړاندې دهلمند ولايت په مرکز کې يو شمېر علماوو غونډه وکړه، يو تن عالم دنورو علماوو په استازيتوب دغونډ ې برخوالو ته وويل ، زموږ ځواکونه اوس په ديني روحيه سنبال دي، موږ دخپلو ملي ځواکنو ترشا ولاړيو او پوره ملاتړ يې کوو د نورو علماوو په ويناوو کې هر يو ټينګار کاوه، چې دملي ځواکونو روحيه يوه اسلامي روحيه وي او موږ يې په بشپړه توګه ملاتړي يو. موږ به ددوی سره په هره لحظه کې ولاړ يو او ددوی لاره به زموږ د تلو لاره وي.

ولس، چې په هلمند کې ملي ځواکونه دهلمند ديو شمېر علماوو په وينا په ديني روحيه سنبال وي او دې ځواکونودعلماوو په وينا او نظر دخپلې ديني روحيې په اساس له طالبانو سره ديو ځای کيدا لاره غوره وبلله، بايد هغه يو شمېر علماوو، چې تېره ورځ يې دغونډې برخوالو ته وينا کوله بايد دملي ځواکونو دروحيې درناوی وکړي او دوی هم طالبانو سره يو ځای شي.

پوهان وايي، دعلماوو لارښوونې او ويناوې دکاڼو کرښې وي دعلماوو په وينا کې ديني رڼا وي، که دمخه طالبانو ته دتسلميدو او يا دجګړې په دوام کې عفوه کړې وای او يا دهلمند په څېر نورو علماوو خپلو ملي ځواکونو ته اسلامي روحيه ورکړې وای اوس به دملي ځواکونونيمه ياترنيمې زياته برخه طالبانو ته تسليم شوې وای .

 که دهلمند ديو شمېر ديني علماء نيت او ارادې دطالبانو په مقابل کې هررنګه وي، خو عسکرو ته يې داسلامي او ملي روحيې يادونه وکړه، طالبانو ته يې ګټه ورسيده، چې ددې وروسته به دطالبانو دعفوې نورې مثبتې پايلې رابرسيره شي طالبانو، چې په روان کال کې کومې کاميابۍ ترلاسه کړې دولت يې په ډېر کمزوري موقف کې واقع کړی دی. اوس چې طالبانو ته وکتل شي په دولتي موقف کې قرار لري . ديوې خوا جګړه پرمخ بيا يي دبلې خوا دافغانستان په اړه دنوې نړۍ سره دروابطو په اړه داړتياوو په مسايلو مشورې او بحثونه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close