په هلمند کې طالبانو اتلس اربکیان او پولیس وژلي دي

کابل ټکی کام (جمعه مبارکه ۱۶ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
طالبانو ادعا کړې چې د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ په شاخ سیمه کې یې یو شمېر اربکیان وژلي دي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه ناوخته یې په یاده ولسوالۍ کې په څلورو دولتي پوستو بريدونه وکړل چې یوولس اربکیان يې پکې ووژل، او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
ویاند همدارنګه وايي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې هم لږ ترلږه ۷ پولیس وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي، او تر برېد لاندې شوې پوسته یې هم لاس ته لوېدلې ده.
احمدي وايي چې په دواړو شپني عملیاتو کې یې یو شمېر مهمات هم لاس ته لوېدلي دي.
د یادولو ده چې د سولې د خبرو تر څنګ طالبانو د هېواد په لراو بر کې بې ساري بريدونه هم پیل کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close