په هلمند کې لسګونه بریتانوي پوځیان په خطرناکه “تبه“ اخته شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

بریتانوي چارواکي وایي،  لسګونه تنه عسکر یې چې د افغانستان په هلمند ولایت کې یې دنده تر سره کړې وه،  د ماموریت پرمهال د ( کیو فیور/کیو) په نامه یو ډول خطرناکې تبې په ناروغۍ اخته شوي دي.

چارواکي وایي، ۹۰ تنه بریتانیایي پوځیان له همدې ساري ناروغۍ کړیږي چې اوس ترې ۱۰ تنه نور ولسي کسان هم پر دغه رنځ اخته شوي دي.

بي بي سي ویلي،  یوه پخواني پوځي وېن باس د دفاع پر وزارت قانوني دعوه کړې چې ولې هغه مهال چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کاوه “انتي بیوتیک“ نه وو ورکړل شوي تر څو له دغې خطرناکې ناروغۍ نه خوندي پاتي شوی وای.

خو د دغه هیواد د د دفاع وزارت یې په غبرګون کې ویلي چې پوځیانو ته یې له دې امله د “کیو“ تبې ضد درمل نه وو ورکړي چې ورسره د ملاریا درملو اغیز چې پوځیانو ته له ماموریت وړاندې ورکول کېږي کمیدای شو.

ډاکټران وایي،  دغه تبه له څارویو څخه انسانانو ته ورغلې او د یاد پوځي مدافع وکیل هم ویلي چې مؤکل یې د ماموریت پر مهال له اوزو او میږو سره یوځای پاتې شوی دی.

روغتیا پوهان وايي دا ساري ناروغي ده چې د انساني مایعاتو له لارې له یو انسان نه بل ته لېږدول کیدلی شي خو چانس یې د دې پرتله چې څوک یې له څارویو سره د تماس له امله واخلي کم دی.
هلمند کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي،  دغه ډول ناروغي یې تر اوسه په افغانانو کې نه ده لیدلې خو له څارویو پیښیدونکې نورې ناروغۍ شتون لري.

روغتیاپوهان وایي، پر دغه ناروغۍ هغه مهال څوک اخته کېږي چې د څارویو له پلاسنتایا، وینې، وړۍ یا هم ډکو او تشو میتیازو سره په تماس کې پاتې شي.

د کیو فیور ناروغۍ نښې نښانې سخته تبه، د اندامونو خارښت، ستړیا، د ستونې درد او په مرۍ کې پړسوب بلل کېږي .
روغتیاپوهان سپارښتنه کوي چې که څوک پرې دې تبه اخته کیږي ژر تر ژره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي او خبرداری ورکوي چې که یې درملنه وځنډول شي، خطرناک عواقب له ځانه سره لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close