په هلمند کې پیل کیدونکی مرګونې جګړه او د اولس اندیښنې

سر لیکنه

دا مهال د ټول هیواد په سطحه د بهرنیو پو ځونو او دولتي پولیسو او اردو مقابل کې دطالبانو لخوا جګړه روانه ده چې دهرې میاشتې په تیریدو سره جګړې زیاتوالی مومې.

ددفاع او کورنیو چارو وزاتونو تیره ورځ په یوه ګډه غونډه کې هغو ولایتونو کې د عملیاتو د پیل کولو ته لومړیتوب ورکړه چې د نورو په نسبت زیات نا امنه دي ، پدې ولایاتونو کې د هلمند ولایت په سر کې یاد کړل شویدی.

 د یاد ولایت د لښکرګاه دباباجي سیمې اوسیدونکو دولتي چارواکو ته خبر ورکړي چې که په څو ورځو کې ددې سیمې امن ته پاملرنه ونکړي د ولایت دروازې به وروتړې.

 د بابا جي سیمی اوسیدونکې وایي د ۲۰ ورځو را پدیخوا پدې سیمه کې ددولتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ جګړې روانې دې چې تقریبا تر نیمایی زیاتې سیمې نه خلکو د جګړو له ویرې کډې کړیدي ، که دولت ددې سیمې د امن په اړه لازم اقدامات ونکړي نو امکان لري پاتې خلک چې دسیمې نه د کډو کولو توان هم نلري کډو کولو ته مجبور شې.

 دیادې سیمې خلکو ویلي د باباجي سیمه ددواړو دولت او طالبانو تر منځ د جګړي کرښه او ډګر ګرځیدلی دی دیوې خوا یی د طالبانو بریدنو کې تاوانونه او دبلې خوا یی ددولت په عملیاتو کې مرګونه لیدلې چې نور دا حالت نشي زغملای.

 همدارنګه په مارجې السوالۍ  کې هم دطالب وسلوالو لخوا جګړه روانه ده چې دواړو خواؤ یو بل تده مرګ ژوبلې دعوی کړیدی نو ځکه دواړو وزراتونو دفاع او کورنیو چارو وزارت د هلمند په ولایت کې دپراخو پوځې عملیاتو په کولو ټینګار کوي او وایی ډیر ژر به په یاد ولایت کې عملیات پیل شي.

 دهلمند ولایت څخه په تر لاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي چې تر 3000 پورې پو ځې قطعات په هلمند ولایت کې عملیاتو ته چمتو کړل شویدي چې د عملیاتو پر مهال به د ځمکني پوځ تر څنګ هوایې ځواکونه هم برخه اخلي.

که په هلمند کې ځمکني او هوایی عملیات پیل شي چې تر اوسه پورې یی د پیل کیدو نیټه نده څرګنه ، ضرور به پدي سیمه کې دطالب وسلوالو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه پیښیږي چې په نتیجه کې به ددي سیمی او ځنې نږدې نورو سیمو خلک کډه کولو ته مجبوریږی.

د باباجي اوسیدونکو چې د امنیتي پوستو کنترول یی طالبانو سره دی خو لا دمخه خپل کورونه پریښی دي او دا اندیښنه ورسره شته چې که کوم پاتې کورونه وي هغوی به د خطراتو له امله هم کډې وکړي .

پدې عملیاتو او پیښیدونکو جګړو کې دولتی یا طالب وسلوالو ته ګټه یا تاوان اوړي دا دوخت نه دمخه خبره ده خو لدې د مخه د کورنیو او دفاع وزاتونه په ګډه سره دهلمند په ولایت کې دذوالفقار په نامه عملیات کړي ؤ او یوازې او یوازې اولسي وګړو ته یی مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړولي؛ طالب وسلوالو د عملیاتو نه وروسته په سیمه کې همغسي  د پخوا په شان پاتي شول او نیولي سیمی ترې دولت دوباره وانه خیستی شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close