په هوټلونو کې ډلییز ودونه ، دودونه او زمونږ کلتور

س . سیرت

افغانان چې څومره  دهېواد ساتني ، میلمه پالنې ، کلتور خپلونې اومیړانې اوږد تاریخ لري هومره په خپل ژوند کې دخپل اولس دسر لوړۍ لپاره هغه کلتور او دود باندی يې عمل کړيدی کوم چې داسلام په مقدس دین کې ورته  دغوره عمل وینا شوي ده ، پدې باور ترلاسه کولو کې یوازیني افغان غیرتي قام دی چې دهر ډول تاراکونو او زورواکو په ډغروکې چې افغانستان يې دسیالیو او زورازمائې میدان ګرځولي افغان اولس خپل افغاني کلتور او افغاني مقدساتو ساتنه کړيده.

که دوخت تیری کوونکو دهیواد دملي شتمنیو او ارزښتنو ترڅنګ زمونږ ملي عنعنوي  دود او افغاني کلتور داغمن کړیدي خو دله منځه وړلو توان يې ندی پیداکړي.

زمونږ افغاني ټولنه چې کاملا داسلام په چوکاټ او داسلامي ارشاداتو د لارښوونو سره سم ژوند ته دوام ورکوي پدې وروستیو ۱۴ کالو کې يې دیو شمیر غرب پلو لخوا په دودنو کې کلتوري اړخ افغاني دود سره فاصله پیداکړیده.

افغانستان دبيلا بیلو ملیتونو جوړ ملت دی څرنګه چې يې ملیتونه او قومونه بیل دي ورسره په بیلا بیلو ژبو خبري هم کوي خو په ټولنه کې دیوه هیواد یو مذهب اویوه افغاني کلتور تابع دی که دهر قومي دود له مخې ژوند کوي خودافغاني کلتور په رڼاکې خپلې دودیزي چاري سرته رسوي .

که څه  هم زمونږ دیو شمیر غرب ځپلو او دغربي کلتور ځپلو هیوادوالو له سرونود ډالرو نشه وتې ده خو بیا هم دخپل افغاني کلتور چې پکې په تمامه معنی عزت اوعفت خوندې ساتل شوې په نوو جوړو شوو هو ټلونو کې داروپايې دود سره سم ډله ییز ودونه کوي اویا په ځانګړی واده کې هغه څه کوې چې دافغانیت سره نه ښايې.

 دمخه مو وویل په افغانستان کې دهرملیت خپل دود او ژبه وي چې که دیوې کورنۍ خپل وګړي ، دوستان ، خپلوان او قومیان په یوه واده کې سره راټول شي دخپل دود له مخي د واده مراسم تر سره کړي نو پدې کې به دهرافغان خپل قومي دود خوندي پاتي شي.

خوکه په ډله ییزه توګه په یوه هوټل کې دافغانیت خلاف پرګرام جوړ شي او ورته داقتصادي  مرستي نوم ورکړل شي بیا به دهغه چا چې په ډله ییزو ودنو کې اقتصادي مرستي کوي دهغوی  دود به پکې ساتل کیږي؛ چې د پردیو دود به ودونوکې دښځو اونارینه ؤ شریکه نڅا او ….. دي.

 مونږ دا منو چې په ودونو کې دهر قوم  اوملیت خپل د خوشحالی طریقه وی چې دخپل اسلامیت او افغانیت سره په ټکرکې نه وي. په ودونو کې خلک ژړا نکوي واده دخوشحالۍ مراسم وي خوداهم نه ده روا چې دیوې کورنۍ میرمن دې دبل نارینه سره دلاسونو په ورکولو شریکه نڅا وکړي .

په افغان کلتور کې دودونو په خوشحالي کی دښځو او نارینه ؤ خپل خپل دودونه دي چې نارینه په حجرو او میدانونو کې ښځي په خپلو کورونو کې خپلي خپلي  خو شحالي کوي .

خو دا اوس چې په ودونو کې کوم دودونه په ډیره بې شرمې سره روان دي اویا په هوټولنو کې داقتصادي مرستو په نامه د پردي کلتور (فحاشي) په خپلولو سره ودونه کیږي دې ته هیڅ وخت دا فغانیت رنګ اونوم نشو ورکولې.

زمونږ ، علماوو  قومي مشرانو، پوهانو اولیکوالونو فرض دی چې په هیواد کې دافغانیت اواسلامیت خلاف په هوټلو نو کې د ډله ییزو بي حیا اوهم په ځانګړي توګه دهوټلونو په تالارونو کې دنوي او ځوان نسل دبې لاري کولو مخه ونیسو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close