په هیواد کې وروستیو سیلابونو ۶۰ کسان وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

د طبعي پیښو پر وړاندې د دولت وزارت وایي چې په هیواد کې وروستیو اورښتونو خلکو ته د مالي زیان سربیره پراخ ځاني زیانونه هم اړولي.
د دې وزارت ویاند محمد عمر محمدي وایي؛ وروستیو سیلابونود هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۶۰ کسانو ژوند اخیستی او ۵ تنه یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي؛ په دې لړ کې ۶۰۰ مواشي له منځه تللي ، ۶۶۳ کورونه تخریب او ۳۴۳ نور په یو مخیزه توګه نړیدلي همداراز ۱۹۶ جریبه زراعتي ځمکه هم تخریب شوې ده.

د محمدي په خبره ، د سمنګانو، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، پنجشیر، سرپل، غزنی، پروان، بلخ او هرات ولایتونه له هغې ډلې دي چې وروستیو سیلابونو ورته ضرر رسولی دی.
دا وزارت وایي؛ هغه ولایتونه یې چې سیلابونو متضرر کړي، څیړلي او هڅه کوي اړمنو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close