په هېواد کې دکتابونو دچاپ ډیرښت او ارزښت

تبصره : مبصر

دتیرو څلورو لسیزو را پدیخوا چې دبهرنیو یرغلونو له امله دهیواد په داخل کې ډول ډول تاوانونه واړول شول یو یی کلتوري تاوان دی، نه یواځې داچې تاریخي فرهنګي اثارېې له منځه یوړل بلکې یونسل ېې له افغاني فرهنګه بی برخې کړ ددې غمیزې او تاوان جبران ګران دی او بیا پداډول حالاتو کې چې لانورې هڅې هم روانې دي ترڅو افغان ځوان نسل له پاتی افغانی فرهنګ چې یوڅه لاپکې شتون لري له هغې هم بې برخې کړي .

زموږ داطلاعات او کلتو وزارت بدبختانه په ځاې ددې چې خپلو هیوادوالو ته دبهرنیو یرغلونو له امله دتاریخی اثاروله منځه وړو دتشې دډکولو هڅې وکړي په تنظیمي، مذهبي ، ملیتي او ژبني تعصب اخته دی  البته دومره یی کړیدي چې په خپل حضوریې دوزارت خالي چوکۍ ډکې ساتلي دي نور یې دستاینې او یادونې هیڅ کار ندی کړی.

موږ داهم منو چې په تیرو درې لسیزوکي زموږ ځوان نسل له خپله اصلي افغاني فرهنګه بې برخې او دپردي غربي فرهنګ تراثر لاندې راغلی خو لاس ترځنې کښېناستل هم ندی پکار،  دا اوس چې په نړیواله کچه دکتاب نړیواله ورځ نمانځل کیږي موږ ځوان نسل ته څه لرو چې دخپل اصلي او افغاني فرهنګ له مخې ورته لار ښوونی وکړو ؟

 مو ږ په مرکز کابل او ولایاتو کی دعامه کتابتون څه اثار لرو چې دځوان نسل دمطالعې او یا د کتاب دنړیوالې ورځې په ویاړ یی وړاندې کړو؟ .

هغه دبیهقيکتابتون لخوا چې په ټول هیواد او آن له هیواده بهربه افغانانو  له ځانه سره چاپ کتابونه او دعبدالله کندهاری په علم نجوم جوړی کالیزی وړلې اوس هیڅ نلری .

اوس خو یواځی په عامه کتابتون کی یوڅه شته خو ولایاتوپه  نمایندګیو کې یوه نیمه المارۍ او یواځې څو چوکۍ پاتې دي .

په شخصي توګه یوڅه دیادونې فعالیت یوشمیر هیوادوالو کړیدی څه له هیواده بهر او څه دهیوادپه داخل کې لکه په پاکستان پیښور کی دکابل کتابتون ، ساپی پښتوڅیړنو او پراختیا مرکز، دانش خپرندویه ټولنی چاپ کتابونه او نو ر دستاینی وړ دي چې به ډیر سختو مالی ستونزمنو حالاتو کی یی دخپلو هیوادوالو لپاره په خپلو لګښتونو دکتابونو ، مجلو او نورو چاپي اثاروسره  خپل اولس دکتاب لوستلو سره روږدی وساته .

 

په تاسف سره باید ووایم چې عامه کتابخانه په هیوادکې ۸۲څانګې لري خو غیر فعالې او دهیوادوالو لپاره دلوستلو هیڅ نلري  .

په نورو هیوادنوکې اکاډمۍ ، ورځپاڼی ، تلویزیونونه ،ویبسایټونه،او اژانسونه کتابونه چاپوي او خپلوهیوادوالو ته ېې دلوستلو لپاره وړاندې کوي  داطلاعات او کلتور وزارت وایی چې ډیر کتابونه یی چاپ کړي دی خو په ډیرو نه ده په ارځښت ده امریکا دافغانانو لپاره داطلاعات په نامه هره میاشت په زرهاو ګڼې چاپولې خو دافغانانو لپاره به پکی دارځښت هیڅ نه وو یواځی د ځانګړي تبلیغ لپاره ګټوره وسیله وه  موږ دکتاب ډیرښت ته نه بلکه ارځښته ته اړتیالرو .

دهیواد په داخل مرکز او او ولایاتوکی دوه نیم ملیونه کتابونو ته اړتیاشته  چې یاېې باید  دکلتور وزارت چاپ او یایی له نورو شخصي کتابتونو راونیسي .دعلومو اکاډمۍ باید یواځی دلوستوهیوادوالو لپاره نه بلکه دکوچنیانو لپاره چې دکتابونو سره روږدی شي کتابونه چاپ  کړي .

اوس چې داطلاعات او کلتو وزارت کوم سمینارونه جوړوي موږ ېې مخالفت نه کوو خو داولس او په تیره بیا دځوان نسل لپاره کتاب سره دروږدیدا غوره لار کتاب چاپونه ده چی دیو ه ټاکلي  کتنپلاوي په لرلو سره داړتیاوړدیني، اقتصادي، علمي ، تجارتي ،ادبي،او هراړخیز ارزښناک کتابونه چاپ کړي هغه سیاسي او علمي کتابونه باید چاپ کړي چې دمنځپانګی او محتوا په لحاظ کره او پوره وي .

که شخصي کتابتونونه کتاب چاپ کوي باید لومړی دکتاب دواړو برخو محتوا کیفیت  او معیار ته وګوري هغه کتابونه چی زموږ داسلامی اصولو او افغاني فرهنګ سره سمون ولري دخپلې ژبې چې کتاب پکی چاپ کیږي سوچوالی هم په نظرکی ونیول شي  .

بی له افغانستانه نو رټول هیوادونه داطلاعات او کلتور د وزارت په چوکاټ کی دکتاب چاپونی څانګړی بورډ لري . موږ هم په اساسی قانون کی دکتاب چاپونی حق لرو خو دکتاب چاپونی ځانګړی مرکز او بورډ نلرو  او نه مو شخصي یادولتی  خپروندیه ادارې دکتاب چاپونې مسلسلی شمیرې په نظرکی نیسي متاسفانه زموږ دولتي او شخصي دکتاب چاپونې ادارې لا دې حد ته ندي رسیدلي چې دخپل اولس لباره دکتاب چاپونی حق اداکړو ترڅو ځوان لوستی اونیم لوستی اولس مو دکتاب دلوستلو سره روږدی شي  .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close