په هېواد کې د ښوونې او روزنې، زنې تړل کېږي

تبصره

په نړۍ کې چې کوم هېوادونه د پرمختګ پر لور روان دي، ورځ په ورځ په ټولو برخو کې وده کوي، او په مقابل کې یې چې کوم هېوادونه د بېلابېلو لاملونو له مخې مخ په ځوړ روان دي، هغه هېوادونه نور هم د تباهیو پر لور روان دي.

د هر هېواد لپاره تر ټولو ستره تباهي کمزوری پوځ او کمزورې پوهنه ده. خو د دې ترڅنګ بیا په یوه هېواد کې اداري فساد تر هر څه زیات تاوانی دی او د هېواد ټولې برخې پرې فلج کېږي.

افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې، د پردیو یرغلګرو او کورنیو اختلافاتو له امله د جګړو په اور کې سوځي، چې نظامي او پوهنیزې دواړې برخې یې د تباهۍ پر لور روانې کړې دي. د تباهۍ بله برخه يې اداري فساد دی، چې په نړیواله کچه یې افغانستان د فساد په لومړي کتار کې ودراوه.

که څه هم د بهرنیانو لخوا په افغانستان کې کله ناکله د پرمختګ غږ پورته شي، خو په حقیقت کې مخ په ځوړ روان دی. په بېلابېلو ولایاتو کې هدفي وژنې، د کابل ښار په زړه کې چاودنې او مرګوني بریدونه، په ولایاتو کې په نوې بڼه د ولس وژونکو وسله والو زیاتېدل او تر نیمایي د زیاتو ښوونځیو دروازې تړل یې جوت مثال دی.

په هر هېواد کې تر ټولو یوه بله تاواني برخه د ولس فقر دی. افغانستان په نړیواله کچه په ولسي فقر کې هم لومړی هېواد دی او ځوانان یې د فقر له امله اروپايي هېوادونو ته روان دي.

په افغانستان کې د ناکامې حکومتولۍ له امله ولس له ناامنیو، فقر او د ښوونې او روزنې له زوال سره مخ دی.. د فقر کچه یې ۸۰٪ او د پوهې کچه یې تر صفر هم ټیټه شوه. په هر هېواد کې چې دا دواړې برخې له زوال سره مخ شي، هغه حکومت او نظام بیا مخ په ځوړ روان وي. له بده مرغه، افغانستان له همدې مخ په ځوړ هېوادونه څخه وشمېرل شو.

د ملګرو ملتونو د مالي ملاتړ صندوق په مرسته د ماشومانو نړیواله اداره، یونیسف، وايي هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په هېواد کې د یو میلیون په شمېر د واکسین څخه بې برخې پاتې دي. دا ماشومان چې باید په میاشت کې واکسین شي، څو میاشتې وشوې چې نه دي واکسین شوي، ژوند یې له خطر سره مخ دی، که په همدې توګه له واکسین بې برخې پاتې شي، امکان شته چې زنې یې وروتړل شي.

خو په هېواد کې چې د ښوونې او روزنې بد حالت ته وکتل شي، تر ۷۰٪ سلنه زیات ماشومان له زده کړې بې برخې بللای شو.

د ماشومانو د نړیوالې ادارې یونیسف د مالوماتو په اساس، په ننګرهار، هلمند، کونړ، ارزګان او نورو سیمو کې له واکسینه پاتې تر یو میلیون زیات ماشومان له ګوزڼ او مرګ د خطر سره مخ دی، خو په هېواد کې روانو جګړو، بمباریو او ملکي وګړو وژنو ته چې وکتل شي، له امله یې د هېواد تر نهو میلیونو زیات ماشومان له ښوونې اور روزنې څخه محروم دي. که وضع په همدې ډول دوام وکړي، په هېواد کې به د ښوونې او روزنې زنې وتړل شي.

د نړیوالو سروو له مخې، دا مهال په هېواد کې درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان مطلق بې سواده دي. یانې چې سترګې یې د دنیا پر مخ غړولې، د ناامنیو له امله یې د ښوونځي دروازه نه ده لیدلې. او هغه ماشومان چې د مخه څو ورځې په ښوونځیو کې لیدل شوي وو، اوس یې پر مخ ښوونځي تړلي دي. په نړیواله کچه راپورونه ورکول کېږي چې ډېر ژر ده چې په افغانستان کې به د روانو ناامنیو له امله د ښوونې او روزنې زنې وروتړل شي. (دعا کوو چې داسې ونه شي.)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close