په ولسي جرګه کې د وکيلانو تر منځ فزيکي شخړه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې د وکيلانو لفظي شخړه پر فزيکې شخړې بدله شوه او غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې يو شمير غړو په دغه جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی او د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام تورن کړ چې قومي او ژبني مسايلو ته لمن وهي.

د جرګې غړي ادعا کوي، چې پدرام د پښتون قوم توهين کړی او په ځلونو يې قومي اختلافاتو ته لمن وهلې ده.

کله چې عبدالطيف پدرام غوښتل له خپله ځانه دفاع وکړي، نيوکه کوونکو وکيلانو پر پدرام برید وکړ خو د څو نورو وکيلانو تر رامنځته کېدو وروسته شخړه پای ته ورسېده.

په ولسي جرګه کې وخت ناوخت لفظي شخړې خو کله کله بيا دغه شخړې پر فزيکې شخړو واوړي چې خبره آن تر سوکانو او لغتو هم ورسېږي.

د دغه فزيکې شخړې وروسته د ولسي جرګې ننۍ غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالطيف پدرام وخت ناوخت پر ملي يووالي حکومت نيوکې کوي او څه موده مخکې يې ګواښ کړی و که مرکزي حکومت له الکترونيکي تذکرو څخه د مليت کلمه ليرې نه کړي د بدخشان خلک به خپلواکي اعلان کړي.

دغه راز نوموړي، د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ د رسمي پولې په توګه یاده کړې وه او له ملګرو ملتونو يې غوښتي و چې پر افغان حکومت فشار راوړي ترڅو ياده کرښه په رسميت وپېژني.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close