په ولس ملنډې

نعمان لطیف

ولس مشر ننگرهار ته ولاړ او بېرته کابل ته راوگرځېد. ددې هېواد هر وگړی حق لري چې دهېواد هر گوټ ته ولاړ شي اما دا حق هیڅ وگړی نه لري چې دشخصي او ناوړه سیاسي اهدافو ترلاسه کؤلو لپاره ولس قرباني کړي او په غولؤنکو وعدو یې تېر باسي

ننگرهاریانو ته د ولس مشر ستره تحفه د یؤه روغتون لباسي پرانسته ؤه. پښتانه متل کا چې مړی خدای شرموي په تخته یې باد خارج شي
دډاکتر صیب غني کمپائنرانو دروغتون په پرانسته هم ځان وشرماؤه، او هم یې دسپین ږیري ډاکتر صیب پت پرېکړ

دختیځ روغتیایي کمپلکس ډبره په ۲۰۱۵م کې دهغه وخت دعامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له لورې کېښودل شوې ده او ددې کمپلکس دجوړښت لپاره یې ديوولس اشاریه پنځه ميلونو ډالرو بودېجې دځانگړې کؤلو یادؤنه کړې وه، خو دډاکتر غني کمپائنرانو بیا ځل دیاد کمپلکس دجوړښت لپاره خښتې گلپوش کړې او په بې حافظې سپین ږیرې یې د بې حافظې ملت دتېر ایستلو سپین سترگی کوښښ وکړ

داسې یو څوک چې دهېواد دزعامت او قیادت دعؤه لري، که نیت یې خېرن نه وي، څنگه داسې تېر ایستونکې او ملت غولؤنکې کړنې کولای شي؟
ځواب یې څرگند دی؛ دډاکتر صیب سفر کمپاینې او نمایشي ؤ، ځکه یې ټوله تکیا په نمایشاتو وکړه او وگرځېد

ختیځ ولایتونه چې ننگرهار یې مرکز دی له ډېرو مشکلاتو سره لاس او گرېوان دي دژوندانه په هره برخه کې نظر انداز کړی شوي دي، غاصبو چارواکو یې په شتمنیو گېډې اچولي دي او دننگرهار ټول آمدن د دوی له عیش او عیاشیو قربانېږي

ننگرهاریان دداعشي مظالمو ښکار دي او دننگرهار ولس متیقن دی چې دداعش تر شاه دډاکتر صیب بهرني یاران او نظام مستقیماً ولاړ دی
په ځای ددې چې ډاکترصیب ننگرهاریانو ته ډاډ ورکړي؛ ماشومانه خبرې ورته کوي او ورته وایي: أنا مې دننگرهار ده، زه مو خوریا یم، او په دریو کلونو کې به شپږ زره ښوونځي درته ورغؤم

ډاکتر صیب! انا مو خدای تعالی وبښه، او مخکې تر دې چې ننگرهاریانو ته دشپږو زرو ښوونځیو لاپې ووهې، دښوونځیو نړونکي پروژه یان (داعشیان) له ننگرهار پسې واخله، یا یې طالبانو ته پرېږده چې کیسه یې تمامه کړي

دکوم روغتون نمایشي ډبره مو چې په مبارکو! لاسونو کښېښودله، تر دې دا درته غؤره او رښتینی کمپاین ؤ چې دیاد روغتیایي کمپلکس له پاره ځانگړي شوي او بیا غصب شوي پرېمانه ډالر مو دزورواکانو له ستوني را وېستی وای او مرتکبین مو دننگرهار په تالاشي چوک کې سره لمر ته ځړولای وای

دننگرهاریانو له اساسي مشکلاتو ناخبره ډاکتر صیب داسې فکر وکړ چې گوندې دننگرهاریانو ستره هیله به دا وي چې که دوهم مفکر! او تش تر نوم ولس مشر یې خوریۍ شي، خوښ به شي او ماما گان به درایو صندوقان خوریا! ته ور ډک کړي

رښتیا ده چې ډاکتر غني ته ورټول شوي ننگرهاریان ماماگان او لالاگان ؤل؛ که نه وای دشپږو زرو ښوونځیو درغؤلو خندؤنکې وعدې، او ددری کاله مخکې پرانېستل شوي روغتون دبیا پرانېستو مراسمو ته به یې چکچکې او ترپکې نه وهلی

دا اوس عقلمندي ده؟
آیا ننگرهار په رښتیا دشپږ زره ښوونځیو اړتیا او وړتیا لري؟
شپږ زره ښوونځي چې دننگرهار په ۲۳ ولسوالیو مساوي تقسیم شي، هرې یوې ولسوالۍ ته ۲۶۰ ښوونځي رسېږي. دا اوس تعقل دی که مسخره تجاهل؟

ولس اوس پوهېدلای چې کمپایني دعوې د اعتبار وړ نه دي، محض درایو تر لاسه کؤلو لپاره لاپې او تېر باسل دي خو گیله له کمپاینرانو او وکیلانو نشي؛ گیله له هغو غټاېټو شي چې دعوې دزعامت کوي خو په ډېره ماکرانه توگه په بېچاره ملت خندا کوي او ترې درایې اخیستلو لپاره بازاري مداریتوب کوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close