په ولس-وژنو حکومتونه نه کيږي

سرليکنه

دا دى، بيا د نورو ولاياتو په څېر په ننګرهار کې حکومتي ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي ووژل او  د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې.

په ننګرهار کې د سره رود ولسوالۍ په څېر دمخه ورته پيښې شوې، چې له امله یې په وار وار ولايتي چارواکو بخښنې غوښتې او د بيا دا ډول پېښو د نه پېښېدو ژمنې یې کړې دي.

 خو د امريکا په لاس جوړ حکومت، چې د ولس په وژنو یې تردې دمه دوام وکړ، له ولسوژنو لاس نه اخلي او په هر ولايت کې د ننګرهار په څېر ولسي وګړي ولي او وژني یې.

د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي چې د (صفر دوه) په نوم ځانګړو افغان ځواکونو په سيمه کې د طالبانو پر خلاف عمليات پیل کړل. خو د تېر په څېر یې پر طالبانو وس بر نه شو، او نه ورسره د طالبانو د وژلو توان شته، پر ملکي وګړو یې د ټوپکو شپېلۍ ورواړولې او ملکي وګړي یې په دې  خاطر ووژل چې په کرايه اخیستل شوې رسنۍ یې وژل شوي طالبان ياد کړي. خو هغسې ونه شول لکه څرنګه چې د ځانګړو عملياتو قوماندان غوټه کړې وه.

د سره رود اوسېدونکي اړ وو چې د کورنيو داړه مارو لخوا د شهیدو شویو ملکي وګړو جسدونه یې د ولسوالۍ د سرک پر غاړه ايښي وو. که داسې یې نه وای کړي، په کرايه اخستل شویو رسنيو ملکي وژل شوي کسان طالبان معرفي کول او د ځانګړو ځواکونو بريا به یې يادوله.

د سره رود ولسوالي او په ياده ولسوالۍ کې د بالاباغ سيمه د جلال آباد ښار په څنګ يا، په بله اصطلاح، په تخرګ کې پرته ده. په ياده سيمه کې لسګونه استخباراتي کارمندان ځای پرځای شوي، چې خپلو استخباراتي مرکزونو ته وخت په وخت راپورونه ورکوي. په بالاباغ سيمه کې ولسي وګړي په ناڅاپي توګه نه دي وژل شوي چې د طالبانو شک ورباندې شوی ؤ، په اصل کې ځانګړي ځواکونه غواړي په ننګرهار کې د ملکي وګړو په وژلو خپلې لاسته راوړنې څرګندې کړي.

له تېرو ١٧ کلونو راهيسې د بهرنيو پوځونو په تکيه ولاړ حکومت د بهرنيو پوځونو ترسيوري لاندې په بېلابېلو ولاياتو کې سلګونه او زرګونه ملکي وګړي وژلي دي.

 د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ پېښه آخرې پېښه نه ده چې نور به حکومتي چارواکي دا ډول قدم پورته نه کړي. دا به تر هغو دوام ولري تر څو چې دې حکومت سقوط نه وي کړی.

موجوده حکومت که د ولسي او بې ګناه وګړو په وژلو کې خپل دوام ګوري، نو تر څو په ولسي وګړي وژني؟ تر څو به د طالب په نامه کروندګر او شپانه وژني؟ تر څو به د وسله والو طالبانو غچ له ولسي وګړي اخلي؟ او ترڅو به ورته کرايه کړي رسنۍ پرحقيقتونو خاورې اړوي.

د موجوده حکومت همدا ستره  ناکامي ده چې خپل ولسي وګړي په يوه او بل نوم وژني. دفاع وزارت ته بايد خپل مشاورين مشوره ورکړي چې نور دې په ولس-وژنو خپل حکومت نه بدناموي. د هېواد څلوېښت سلنه وګړي د بې کارۍ او ناامنۍ له امله له مرګ سره مخ دي، پخپله به ومري؛ خو دا چې افغان ځواکونو ته د ولس-وژنې قومانده ورکړل شوې، خپله غلامي به ثابتوي، اما دا دې هم په ياد ولري چې په ولس-وژنو حکومتونه نه کيږي.. څه وخت به یې وکړئ، خو اخیر به مو هم کاسه نسکوره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close