په ویټنام کې د یوه ټپي شوي امریکایي کیسه

حامد افغان

په ویټنام کې د امریکا د جګړې او اشغال په مهال د کلیفورنیا د یوه کلي یو ځوزان هم برخوال و ، دې ځوان یوه بوډۍ مور او سپینږیری پلار لرل ، مور او پلار به یې هر وخت د ده په فکرکې وو ، او ډیر به یې یاداوه ، یوه ورځ د ټلیفون ګینټۍ وشرنګیدله پلار یې په بیړه غوږی پورته کړ او د دواړو ترمنځ داسي خبرې پیل شوې :

پلار : الو څوک یې ؟

دویم لوری : پلاره زه یم : کلارک ، څنګه یې پلار جانه ؟

پلار : څنګه یې زویه کله به راځې ؟

کلارک : پلارجانه ایله دوه ورځي کیږي راغلی یم

پلار : ښه نو کور ته به کله راځې زما او موردي ډیر یادېږې؟

کلارک : پلار جانه سمدستي نه شم درتلای ، ځکه زما سره مې یو ملګری دی ، په جګړه کې د هغه دواړه لاسونه او ښۍ پښه پرېشوې دي، او نشې ګرځیدلی ، ایا زه کولی شم هغه له ځانه سره کورته درولم ؟

پلار : دلته یې له ځان سره راولي ؟!

کلارک: هو، ځکه نه یې شم پریښودلی ، هغه وایي په دې حالت کې کور ته نه شم تلی ، دی ویریږي چې په دې حالت کې به یې کوروال ونه مني او هغوی به دده بوج ته غاړه کېنږدي،

پلار : زویه څه یې کوې پریږده یې روغتون ته یې وسپاره او راځه په دې حالت کې یې څنګه له ځانه سره راولې څوک به یې خدمت کوې ؟ ته وایې هغه دواړه لاسونه او یوه پښه نه لري نو څنګه به له موږ سره اوسې ؟ کلارک زویه … زما خبر اورې ولي ځواب نه راکوې ؟

کلارک : اورم پلاره ! ایا همدا ستا وروستی پریکړه ده ؟

پلار : هو زویه کوروالو ته یې تلیفون وکړه هغوی ته یې وسپاره او راځه ،

کلارک : پلاره څه فکر کوې چې کوروال به یې په دې حالت کې قبول کړې ؟

پلار : نه زویه ګومان نه کوم د دې بوج وړلو ته دي څوک ملاوتړي ،

کلارک : ښه پلاره زه ولاړم مخته ښه .

له دې خبرو وروسته امریکایي ځواکونو د کلیفورنیا په بحر کې د کلارک مړی وموند ، هغه له فوځي روغتون نه تښتیدلی و او د بحر اوبو ته یې ځان غورځولی و !

پلار یې راوغوښت چې د خپل زوی مړی تسلیم کړي ، پلار یې هلته هک حیران شو چې د خپل زوی بې لاسو او بې پښې مړی یې ولید ډاکټر ورته وویل : لاسونه اوپښه یې په جګړه کې پرې شوې دي. دلته د کلارک پلار پوه شو چې هغه معیوب د کلارک ملګری نه و بلکي پخپله دی و او غوښتل یې مخکي له ورتګه پلار او مور وازمویي چې د ده بوج ته ملاتړلی شي کنه !! .

په دې کیسه کې په ټولیزه توګه زموږ له پاره ډېر په زړه پوري او ګټور درسونه نغښتي دي، زموږ د ټولني ډیری وګړي د کلارک پلار ته ورته دي ، موږ کولی شو پخپل چاپیریال کې له خپلو هغو وګړیو سره مینه وکړو چې هغه روغ ، تکړه او ښایسته وي ، خو موږ نه شو کولی له خپلو اړوندو نیمګړیو او ناقصو وګړیو سره مینه وکړو ، کاش موږ ټول یو بل سره له خپلو نیمګړتیاو او نواقصو ومنو ، او باید په یاد ولرو چې موږ ټول څه ناڅه نیمګړتیاوې خامخا لرو او هیڅوک پوره نه شته .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close