په يوه افغانستان کې د امريکا دوه ناکامۍ

پر افغانستان چې هر تيري کوونکي هيواد تيری او يرغل کړى، له ځانه سره راوړي ټول پلانونه يې له خاورو سره خاورې شوي دي. لومړی پرنګ غوښتل افغانستان د تل لپاره د ځان مستعمره وګرځوي، خو له ټولو جنګونو، فريبونو او وحشتونو سره سره يې افغان باتور ولس اېل نه کړاى شو او نه يې پرې خپله امپراتوري ومنله.

ګورګينانو چې څومره زور لاره، ټول يې په افغانستان کې پر مظلوم او بې دفاع ولس وازمايه، خو لله الحمد د افغانستان د غيور ملت شهامت و چې نه يوازې يې د سر په کاسه کې يې اوبه ورکړې، بلکې په داسې شرميدلې حالت يې وشړل چې تر اوسه پورې يې په نړۍ کې د ماتې تاريخ ياد پاتې دی.

امريکا چې په افغانستان کې د خپلو پوځونو په شتون او لا نور زياتوالې ډاډ لري، نظاميان يې ټټر وهي چې د تل لپاره به په افغانستان کې پاتې شي، اما اوس دې ته نږدې شوي دي چې ځان ته په داسې طريقه د تيښتې لار وګوري چې نړيوال باور په خپل ځای پاتې وي.

لکه څرنګه چې امريکايي نظاميانو په افغانستان کې دوه ګټې په نظر کې نيولې وې، يو د افغانستان نيول او دوهم له افغانستانه د منځنۍ اسيا لپاره د مورچې په توګه کار اخيستل، چې دواړه هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې او په دې لټه کې ده چې څرنګه او په څه هنر له افغانسانه پښې وباسي.

له يوې خوا امريکايي چارواکي او ښکرور ټرمپ وايي چې په افغانستان کې به تر هغې جګړې ته دوام ورکوي، څو يې خپل پلانونه سر ته نه وي رسيدلي، خو له بلې خوا بيا وايي چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده او ځنې خواوې شته (اشاره يې روسېې ته ده) هغه په افغانستان کې خپلې ګټې پالي.

هو ! روسيه به په افغانستان کې خپلې ګټې پالي، روسیې په افغانستان کې د خپلو ګټو د پاللو لپاره پر ځان ډيرې سړې تودې تيرې کړې او د افغان مجاهد ولس تورو ته يې سر نيولی و، خو ګټه يې تر لاسه نکړه، اوس چې امريکا په افغانستان کې خپلې ګټې په خپله هنداره کې ګوري، د روسيې په څير به يې خپلې ګټې په نظر کې نيولې وي، خو د افغان ميړني ولس لوړه حوصله به يې حتما د روسيې په څير په يوه افغانستان کې له دوو ناکاميو سره مخ کوي.

امريکا لومړی په افغانستان کې د جګړې ماموريت بايلود او په بشپړه توګه ناکامه شوه، خو چې کله يې د سولې پلمه ييزه لار ونيوله، په دې کې يې هم د ناکامۍ مخ وليد، چې دا دی په ټوله نړۍ کې ورباندې تبصرې روانې دي.

امريکا غواړي چې په افغانستان کې د کمونستي رژيم د له منځه تللو د مهال په څير جګړې بيا پیل شي، څو په افغانستان کې د جګړې او سولې په ډګرونو کې د امريکا له دواړو ناکاميو څخه د نړيوالو سترګې بلې خوا ته واوړي او افغانستان په يوه داسې حالت کې راګير شي چې خپله افغانان او نړيوال په افغانستان کې د امريکايي پوځونو شتون ته قانع کړي.

په ويتنام، عراق، سوريه او … هيوادونو کې امريکا يواځې په جګړه کې خپله ناکامي منلې ده، خو په افغانستان کې له دوو ناکاميو (جګړې-سولې) سره مخ شوه، هم په جګړه کې ناکامه شوه او هم يې سوله له ناکاميو سره مخ ده. امريکا ځکه په جګړه کې ناکامه شوه چې نور يې د افغان ولس سره د جګړې د مقاومت توان له لاسه ورکړ او په سوله کې يې ناکامي دا ده چې امريکا په افغانستان کې د افغان ولس د رايو مخالفه (امريکايي پوځونو شتون) سوله غواړي، چې افغان ولس ورسره مخالفت لري، له همدې امله  وايو چې امريکا په افغانستان کې له دوو ناکاميو سره مخ شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close