جان ساپکو:په ١٥ کلونوکې١٥ ميليارده ډالر لگيدلي خولا تراوسه هم طالبان شته.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵،مرغومی ۲۴) عزیر اسدخیل

په افغانستان کې دامريکا دبيارغونې چارو ځانگړي پلټونکي يا سيگارمشر جان ساپکو ويلي دي چې :په ١٥ کالونو کې يوسلو١٥ ميليارده ډالره لگيدلي دي خوپه افغانستان کې لا تراوسه طالبان شته ،دداعش او القاعده گواښونه موجود دي او حکومت پرفساد ککړ دى،د نوموړي په خبره افغانستان ډير زړورسرتيري لري خودامنيتي ارگانونورهبري ډيره کمزوري ده ١٥ سلنه تيل غلا کيږي او د خيالي سرتيرو شمير لس گونه زره دى،دتيلو په يو قراداد کې اشرف غني د دوه سوه ميلونوډالرو د غلا مخه ونيوله جان ساپکو دامريکايي راتلوونکي حکومت ته سپارښتنې ورکړې راتلوونکي امريکايي چارواکي او کانگريس پر دي پوهيږي چې په افغانستان کې د انتخاب اسانه لاره نشته اوددې ضمانت هم نشته چې نتيجه به ورکړي ، که موږله افغانستان څخه راووځونودافغانستان ډيموکراتيک حکومت ښايي سقوط وکړي ،که په کې پاتې شواوهمدې تگلارې ته ادامه ورکړونو دا يو جنجال دى سمه لاره به داوي چې بريالۍ تگلارې لاپسې غښتلي کړو او له ناکاميو نه درس واخلو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close