په ټولنه کې دینی علماء د الله تعالی له لوري یو ستر رحمت

دویمه او وروستۍ برخه

لیکنه: حمزه عابد

د امیر امان الله خان په خلاف د علماوو غبرګونونه او قربانۍ.

امیر امان الله خان د امیر حبیب الله خان زوی او د عبدالرحمن خان لمسی وو نوموړی ۱۹۱۹م کال د فروري میاشتي په ۲۲نیټه د افغانستان په سپیڅلې خاوره حاکم او پاچاهۍ یې اعلان کړه

امیر امان الله خان یو دېکتاتور او له اسلام څخه لرې حاکم وو. امان الله خان دخپلې واکمنۍ پر مهال وغوښتل چې د افغانستان دمسلمان ولس لپاره جوړ شوی اسلامي نظام عملاً په یو ډیموکراتیک نظام بدل کړي

امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په زیاته پیمانه د اسلام او افغاني عنعناتو ضد اعمال تر سره کړل او دواکمنۍ پر مهال یې د نور وخت په پرتله فحاشي او عریاني بې کچي زیاته شوه

نوموړي اروپا ته له سفروروسته ګران هیواد ته یو څو نور افغان ضد او غربي کلتور را وارد، او د افغانستان پر دین مئین ملت ته یې د ډالۍ په توګه وړاندې کړل

چې یو له هغې څخه په شرعي حجاب مکمل بندیز لګیدنه وه

همدا راز د دې په شان نور هم له اسلام څخه وتلي کارونه یې په افغان ملت جبري وګرځول او مظلوم ملت یې له یو نوي ستر ناورین سره مخ کړ

پر دین، وطن او ولس مینو علماوو چې کله د امان الله خان ناروا او ناوړه اعمال ولیدل نو یې سخت توند او له نفرت څخه ډک غبرګونونه وښودل

د امان الله یاد اعمال یې د خرابو عواقبو او ناوړه پایلو څخه ډک کارونه وبلل او په ډیرې چټکۍ سره یې د امان الله خان حکومت ته وړاندیزونه وکړل چې دا فیصلې دې ناقابل قبول دي، بیرته یې رد او توبه ترې وباسه.مګر په غرب مئین امان الله د علماوو دا وړاندیزونه بې بنسټه او او بې ارزښته وبلل چې له همدې امله د علماوو په رګونو کې د تیر په شان وینې په جوش راغلې او ویې ویل چې د الله په دین د قربانۍ وخت بیا رارسیدلی

بناء پرته له کوم ځنډ څخه یې ستر ستر پاڅونونه را وخوځول او د  جهاد اعلان یې وکړ

په لومړي ځل د ستر دیني عالم او عظیم مجاهد ملا عبدالله په قیادت په پکتیا ولایت کې یو ستر پاڅون پیل شو. په زرګونه علماء او طالبانو د ملا عبدالله تر مشرۍ لاندې د جهاد سپیڅلې دنده پر مخ بووله

یاد پاڅون ورځ تر بلې پر مختګ کاوه او په ۱۹۲۴م کې د ملا عبدالله تر قوماندې لاندې یادو پاڅون کونکو د خوست ولایت مرکز په بشپړه توګه ونیو او د اماني حکومت عسکري چوڼۍ ټولې ورته تسلیم شوې

همدا د پاڅون لړۍ روانه وه او دغربي ډیموکراتیک نظام په ضد، دهیواد په ګوټ ګوټ کې د علماوو او مسلمان ملت پاڅونونه کیدل

په نږدې ورځو کې یو بل ولسي پاڅون په ګردیز کې د ملا عبد الرشید په مشرۍ پیل شو له نوموړي سره هم زیات شمیر علماء،طلباء او سپیڅلي عوام ملګري ول. دا پاڅون کونکې هم په ډیر کم وخت کې پر ګردیز حاکم شول او حکومتي پوځیان یې تیښتې ته اړ ایستل

امان الله خان دې پاڅونو سخت پریشانه کړ او د تګاب پښتنو ته یې امر وکړ چې د پکتیا د پاڅون مخه ډب کړي خو هغې خاورې هم په دین مین علماء درلودل امان الله ته یې منفي ځواب ورکړ او ورته یې وویل: دپکتیا علماء په حقه دي مونږ هم د هغوی ملاتړ کوو

د امان الله خان چې له تګاب څخه ناهیلی شو او د علماوو ګړندی یون یې لیده، دا نشوای زغملای چې دیني علماء دې پر وطن حاکم شي نو یې خپل بادار ته ځولۍ پرانیستله او له روس څخه یې وغوښتل چې د ګردیز او خوست پر پاڅون کونکو بمبار وکړي روس چې له ده څخه ور اخوا د اسلام دښمن وو د امان الله دا غوښتنه په ډیر عالي شان بدرګه کړه او د بمبار لپاره یې لس جنګي الوتکې افغانستان ته راولیږلې د پکتیا پر  پاک،شفاف سپیڅلي پاڅون یې په ډیره بې رحمانه توګه بمبار وکړ او په زرګونه بې ګناه، د اسلامي شریعت غوښتونکي علماء،طالبان،په دین او وطن مین عام خلګ یې په شهادت ورسول زرګونه نور یې معیوبین کړل همدا راز د ستر او عظیم مجاهد او ستر دیني عالم ملا عبدالرشید په ګډون یې ۵۴زبده زبده علماء ژوندي ونیول او بیا یې پرته له کومې محکمې ټول په اعدام محکوم او په دار وځړول

تنها په دې یې بسنه ونکړه په پکتیا کې یې خپلو دولتي مامورینو ته امر وکړ چې ټول هغه علماء چې په مساجدو او مدارسو کې دي زولانه او له مرګ څخه پرته بله سزا  ورنکړئ چې د ده دحکم مطابق مامورینو همداسې وکړل او په زرګونه علماء یې نور هم په شهادت ورسول

له اسلامي شریعت څخه بیزار امان الله دا فکر کاوه چې نور به زه په دې عمل چې علماء مې سخت وځپل له پاڅون څخه خلاص شم خو دده د ګمان خلاف پاڅون لاهم د پرمحتګ پر لور روان وو او ځمکې یې لاندې کولې

دې ځل  امان الله خان د انګریز او روس په اشاره د علماوو په بدنامولو پسې راواخستله او د تبلیغاتو په زور یې دا افواه مشهوره کړه چې دا علماء د انګریز د ګټو لپاره جنګیږي د علماوو او ولس تر منځ یې په دې طریقه سره واټن راووست چې بالاخر په ۱۹۲۴م کې یې د تهمتونو او بې ځایه تبلیغاتو په زور یاد پاڅون پای ته ورساوه

مګر د دې سپیڅلو علماوو قربانۍ او وینې بې ځایه او هدر نشوې په ۱۹۲۹م کال کې امان الله د شهید شوي ملت ازار پسې واخست او د هیواد په بیلا بیلو ولایاتو کې د ده پر ضد قیامونه وشول حتی چې د ده خواخوږو ملګرو هم بې زاري ترې اعلان کړه او په دې توګه امان الله ۶میاشتی قندهار ته وتشتید او د حبیب الله کلکاني له جنګ څخه وروسته د کوټې له لارې هند او بیا ایټالیا ته لاړ چې په ۱۹۶۰م کال کې یې هلته په ایټالیا کی ساه ورکړه او ومړ

د روسي یرغل په ګونډو کولو کې د علماوو رغنده نقش

کله چې ۱۳۵۸هج ش کال د مرغومې په شپږمه نیټه چې ۱۹۷۹کال د دسامبر له ۲۷ نیټې سره سمون خورې د کبر پر نیلي سپور او په شرابو مست روسي ښکلیلاک زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ د افغانستان ولس او خاوره یې له یو ستر او ناوړه ناورین سره مخ کړه

دلته نو یو وار بیا د الله تعالی له لورې د افغانستان پر علماوو امتحان راغی چې د الله تعالی په مرستې سره او دخپل ایماني قوت پر مټ یې د تیر په شان د روسي ښکیلاک په ضد د قرآن له حکم سره سم نفیر عام شروع او د سپیڅلي جهاد د فرضیت فتوی  ورکړه چې ټول ولس په په یوه اواز د لبیک په ویلو بدرګه کړه

د افغانستان سپیڅلي علماء لکه څنګه چې د مسجدو او د مدرسو امامان دي همدا راز د جهاد د پاکې او شفافې فریضې امامان هم دي د روسي ښکیلاک په وړاندې همدغو د مسجدونو او د مدرسو علماوو هر یوه لکه د دوو انقلابونو  اتل او د شهیدانو پلار مولوي جلال الدین حقاني حفظه الله،علمي،جهادي او سیاسي شخصیت شهید مولوي نصرالله منصور،علمي شخصیت د جهادې سنګر او د سیاست د ممبر مخکښ اتل مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن رحمه الله او د اسلامي حزب  مشر مولوي محمد یونس خالص رحمه الله او ستر دیني،متبحر او جهادي عالم د حرکت انقلاب  اسلامي مشر مرحوم مولوي محمد نبي محمدي همدا راز نور زیات شمیر علماوو د جهاد مدبرانه رهبري وکړه او په خپله ډیر ښه په میړانه وجنګیدل او د روس په مقابل کې یې په ولس کې جهادي فکر ژوندی ا.و د روس په ګونډو کولو کې یې تاریخی او نه هیریدونکی افتخار تر لاسه کړ او تر

هغه پورې وجنګیدل چې د روس طاغوت یې د الله تعالی په مرسته دړې وړې کړ

امارت په پیلو لو کې د علماوو رول

کله چې روسي ښکیلاک د الله تعالی په مرستې سره د علماوو او د شهید پروره ولس په قربانیو ماتې وخوړه او شرمنده له افغانستانه ووت دلته نو له بده مرغه د ځینو  قدرت غوښتونکو له لوري د افغان ولس ویني بې ځایه شوې،ږ او په ډیرو رهبرانو کې د ارګ شوق پیدا شو او په هیواد کې یو نوی ناورین رامنځته شو

قدرت ته د رسیدو لپاره  په کابل کې ډیرې وینې توی شوې په ټول هیواد کې فساد او فسق خپور شو په دې وخت کې علماوو کرامو یو زل بیا له دې ناورین څخه د ولس د نجات پخاطر چې په رأس کې يې شهید پیر طریقت شیخ عبدالله ذاکري رحمه الله قرار درلود ډیرې هڅې وکړې چې  رهبران سره جوړ کړي او د افغانانو دا بې ځایه وینه تویول بند شي خو له بده مرغه چې دوی د قدرت هوس نشه کړی وو او د هیچا خبر یې نه منله

ولس چې له بې ځایه وینې تویولو څخه تنګ راغلی وو یو وار بیا خپلو اصلي خواخوږو چې علماء دي ځولۍ پرانستله او ورته ویې ویل چې نور دا حالت د زغملو وړ نه دی په دین مینو علماوو هم د ولس د ښیرازۍ لپاره یو وار بیا خپل کتابونه کت کړل او په کندهار کې یې د خلافت د مجدد امیرالمؤمینین لوی ملا صاب مبارک په مشرۍ له خړې حجرې څخه د انانیت د داعیانو په خلاف سپیڅلی جهاد پیل کړ او په ډیر کم وخت کې د افغانستان په ۹۵سلنه ځمکه حاکم او ۱۴سوه کاله وروسته یې په افغانستان کې یو بې مثاله حکومت قائم کړ

چونکه په افغانستان کې د ټولې نړۍ سره په توپیر یو اسلامي  حکومت قائم وو نو  کفري نړۍ د خپل تکبر او د فرعونیت د دعوي مطابق نشوای زغملای نو یې د نړیوال استکبار امریکا په مشرۍ د ۴۲ملکونو په ملاتړ  په افغانستان بې رحمانه یرغل وکړ او په دین مین ملت یې له ستر امنیتي ګواښ سره مخ کړ او له هغه چا یې[علماء] د ژوند کولو حق سلب کړ چې له پیړیو یې خپل ولس له بد مرغیو څخه  ژغورلی وو،

خو امریکا سطحي فکر کړی وو په دې نه پوهیده چې دا ملت د علماوو په نوم یو څوک لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې ولس او خاورې ته یې زیان وروسوي هماغه د لوی ملا په مشرۍ ستر امارت چې رهبریت یې د علماوو له لوري کیده د همدې دجالي شیطانې امریکا په خلاف هماغسې د جهاد په سنګر کې محکم ودریدل او موږ تاسو ولیدل چې تر هغه ورسره وجنګیدل او جنګیږي هغه استکبار چې دوی ته یې د ژوند کولو حق نه ورکاوه خپله ماتې د ټولې نړۍ په مخ کې ومنله

په پای کې به دا هم ووایم چې اوس هم الحمدلله د افغان ولس په رهبریت او مشرۍ کې د شیخ الحدیث اولتفسیر حضرت مولانا هبة الله اخنزاده په شان علماء دي

افغان ولس به هیڅ کله هم بې عالمه او ملا پاته نه شي.

پای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close