په ټولو فتحو کې را سره اولس مرسته کړیده

لیکنه : سادات

دطالبانو نو مشر ملا اختر محمد منصور په وینا کې یو څو داسي مهمې خبرې وې چې په دې سره له دوی نه مرور وکړو ته د پخلاینې دروازه خلاصه شوه .

به دغه وینا کې دهغه تبلیغاتو مخه هم ونیول شوه چې مخالفینو به طالبان هر وخت پرې بدنامول چې ګویا که طالبان ښونځي ، پلونه، سرکونه او بندونه ورانوي .

طالبانو مشر په خپله وینا کې ویلې چې څوک ښونځي ، روغتونونه ، پلونه سرکونه او بندونه ورانوي دهغه مخه ونیسئ اولس سره په دې باره کې مرسته وکړئ .

له دی سره هغه تبلیغات هم له منځه لاړل چې طالبانو ښونځي ته څوک نه پریږدي .

دغه وینا کې داهم معلومه شوه چې اولس له دوی سره پوره پوره کومک کوي او په ټولو فتحو کې ورسره اولس مرسته کړیده .په وینا کې داهم ویل شوي چې داولس په مرسته دغه فتحې شوې سیمي مونږته په لاس راغلي دي او په خپلومګرو باندي غږ وکړه چې اولس سره ډیرې ښي معاملی وکړئ .

داولس سره په غم او خوشحالې کې شریک شي او د علماوو، اوسپین ږیرو او مخورو سره مشوري وکړئ.

دغه وینا به هغه خلکو ته ډیره فایده منده شي چې غوښتل يې چې دطالبانو صفونو کې ځان داخل کړی خو بدرنګه تبلیغاتو يې مخه نیولی وه .

دامهال چې دطالبانو په مقابل کې دولتي ځواکونه دمقابلې توان نلري د دوی ځواکونو دمورال لوړولو لپاره یو شمیر اسلام دښمنه څانګي په طالبانو ډول ډول تورونه لګوي چې ګویا طالبان دښوونې او روزنې په وړاندې خنډ دي خو دملا اخترمحمد منصور صاحب په وېنا کې حقیقت روښانه شو چې دايوازي او یوازي تبلیغات دي هیڅ وخت به څوک دا شکایت ونکړي چې یو عالم دی دعلم په وړاندي خنډ شي طالبانو دعلم نه، دعلم په نامه يې دعسیویت دخپراوی مخه نېولې چې افغان ځوان نسل دعسویت دفکر جذب څخه وژغورل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close