په پاکستان او ایران کې د افغان مهاجرینو تریخ ژوند

عمرخان شلل خیل

افغان مهاجرین چې په افغانستان کې د کمونستانو د منحوسې کودتا نه پس د خپلو مسلمانو مشرانو په امر خپل خوږ هېواد، ټاټوبي، کلي او کور پرېښود او د غرونو، رغونو او کګلیچونو له لارې یې د ګاونډیو هېوادونو خواته مخه کړه، او نړیوالو هم هغوی ته هرکلی وکړ، او د هغوی د هوساینې په موخه یې د هغوی مرستو ته ملاوې وتړلې، او د زمریالیو او پړانګانو القاب یې ورډالۍ کول.

 د وخت په تېرېدو او د حالاتو په اوړېدلو او را اوړېدلو سره ورو ورو دغه مرستې او دغه جعلي القاب ورڅخه واخیستل شول، او خبره دې حد ته ورسيده چې اوس په دغو دوه هېوادونو کې دغو مهاجرینو ته د غلو، شوک مارو، بم الوځوونکو، ترهګرو، لارې شکوونکو په سترګه کتل کیږي، او یوخوا او بلې خواته ځغلول کېږي.

د نن او سبا په نوم په دغو هېوادونو کې د احتیاج او غلامۍ په شان شپې او ورځې تېروي، خو هغه مشران چې دوی یې د هجرت کولو امر منلی و، نن له خپلو اولادونو او خپلو خپلوانو په شمول په بهر یا په خپل هېواد کې د عیش او نوش ژوند تېروي، او د دغو مهاجرینو په نوم اخېستلو سره د شرم احساس کوي، نړیوالې ټولنې هم ورڅخه مخ اړولی نه خو یې د مرستې کوم فکر په دماغ کې شته او نه یې د بد حالت په مخنیوی کې کوم قدم پورته کوي، دغه مهاجرین چې په ډول ډول پلمو سره په دغو دوه هېوادونو کې زورول کېږي ربړول کېږي او د زندانونو تورو تمبو ته اچول کېږي د لوی خدای له اسرې څخه بله اسره نه لري.

ځېنې خلک بیا په بې خبرۍ سره نظر ورکوي او وايي چې دغه مهاجرین د نورو په هېوادونو کې ولې پاتې دي؟ او ولې خپل هېواد ته نه ستنیږي؟؟ خو د دوی به مجبوریتونو ځانونه نه پوهوي، دوی ته باید وویل شي چې آیا داسی به هم څوک وي چی په خپل هیواد کي ځای ځایګی ولري او د شپې تېرولو فرصت ولري، او د خپل ژوند د تېرولو لپاره د یوې لقمې ډوډۍ د پیدا کولو چانس پیدا کړي، په پردی هیواد کې به سره له دومره ناخوالو هم پاتی کیدو ته زړه ښه کړي؟ ځواب یې همدا دی چې نه هیڅکله نه.

دا پاتې مهاجرین هغه مهاجرین دي چی د مهاجرت له کبله یې د اقتصاد فیصدي د صفر سره برابره شوې، کورونه یې د جنګونو له امله په کنډوالو بدل شوي، کاري چانسونه یې له لاسه ورکړي، او دا ټولو ته جوته ده چې افغانستان خو داسې هیواد دی چې څوک زر، زور، او تزویر ونلري نو شپې او ورځې یې پکې تر دې هم ترخېږي، دا ځکه چې بې زره، بې زوره او بې تزویره خلکو ته خو نه د خپل کلی خلک په ښه سترګه ګوري او نه یې په حکومت کې غږ اوریدلی کیږي، او نه پیسې لري چی د پیسو په زور ځان وساتلای شي نو ځکه یې د خپل عزت او ابرو د ساتلو په موخه په پردیو هیوادونو کې ژوند کولو ته ترجیح ورکړې ده، که دغو مهاجرینو ته په خپل هېواد کې د سرپناه ځایونه برابر کړای شي، د کار زمینه ورته په لاس ورشي، او د امنیت څخه برخمن شي، نو په یقین سره ویلای شو چې هیواد ته په تلو کې به یو له بل نه په رقابت کې مخکې شي او ټول به په خپل هېواد کې په ښه خوشحالۍ سره پخپله ځای پر ځای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close