په پاکستان کې د آی سي سي کارتونو د ويش لړۍ پيل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۰) د پاکستان د سرحدي چارو وزارت او د مهاجرو نړيوالې ټولنې، په يوې ګډې اعلاميه کې ويلي دي چې د ای سي سي نوي کارتونو ترلاسه کوونکي بايد لومړی ۷۰۰۰ شمېرې ته پيغام وليږي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د نوي کارت لرونکي بايد لومړی يادې شمېرې ته خپل آيډي نمبر ور وليږي ترڅو د هغوی له خوا ورته تاييد راولېږل شي او له هغې وروسته يې د کارت ترلاسه کولو لپاره اړوند دفتر ورشي.

په پيغام کې دې يواځې د خپل ټوکن ټريکنګ آيډي نمبر ولېږي په دې نمبر لېږلو سره له تاسې څخه دولس کلدارې اخيستل کېږي.

د سرچينې په وينا، د کورنۍ يو مشر کس په هغه صورت کې کولی شي چې ټول کارتونه تر لاسه کړي چې د کورنۍ د نورو غړو ټوکنې په لاس کې ولري.

د پاکستان د سفران وزارت وايي، هغه کسان چې ۷۰۰۰ شمېرې ته يې پيغام نه وي لېږلی او د هغوی له لوري يې د کارت تاييدي نه وي شوي، د کارت اخيستلو لپاره دې دفتر ته نه ورځي.

د سرچينې په وينا، د کارت اخيستلو لپاره هيچاته پيسې مه ورکوۍ او که هر څوک په دې اړه څه مشکلات او يا شکايتونه لري نو د لاندې شمېرې سره دې اړيکې ونيسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close